د هند د غوره لیګ لپاره د دوو افغان لوبغاړو ابتدايي بیه څرګنده شوه

تاند- د هند د کرکټ په غوره لیګ یا پریمرلیګ کې د ۵ افغان لوبغاړو له منځه د دوو لومړنۍ بیه څرګنده شوه.

هندي رسنۍ وايي چې د لوبغاړو په لیلام کې د محمد شهزاد او راشد خان ارماني پر سر بولۍ به له پنځه ملیونه هندي روپیو پیل شي.

ټاکل شوې ده چې د هند د غوره لیګ د ټیمونو لپاره درې نور افغان لوبغاړي محمد نبي، نجیب ځدراڼ او اصغر ستانکزی هم لیلام ته وړاندې شي.

مخکې اصغر ستانکزي په دې ډله کې شامل نه و.

په اسوشیېت یا دوهم درجه ټیمونو کې به افغانستان د هند د غوره لیګ په سیالیو کې زیات لوبغاړي ولري.

د دغو سیالیو لپاره، چې د کرکټ د غوره لیګونو تر ټولو ستر ټورنمنټ ګڼل کېږي، ۳۵۱ لوبغاړي لیلام ته وړاندې کېږي.

لوبغاړي به د فبرورۍ په شلمه د هند په بنګلور کې لیلام ته وړاندې شي.

 د هند غوره لیګ د اپریل په پنځمه پیلېږي او د مې تر یوویشتمې دوام کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *