د هند غوره لیګ ته ۱۵ کلن نور احمد لکڼوال او نورو افغان لوبغاړو نوم لیکنه کړې

د ۲۰۲۰ انډین پرېمیر لیگ سیالیو لپاره د لوبغاړو بولي د ډسمبر په ۱۹مه، یعنی راتلونکې پنجشنبه ترسره کېږي. دغې بولۍ کې به ۳۳۲ لوبغاړي بولي ته وړاندې شي.

که څه هم د انډین پرېمیر لیگ راتلونکی پړاو لپاره ۹۹۷ لوبغاړو نوم لیکنه کړې وه، خو د انډین پرېمیر لیگ چارواکي وايي چې دغې جملې څخه یوازې ۳۳۲ لوبغاړي بولۍ ته وړاندې کېدو لپاره انتخاب شوي. دغو لوبغاړو کې ۱۸۶ هندي لوبغاړي، ۱۴۳ بهرني لوبغاړي او د لومړۍ درجې لرونکو هېوادونو ۳ لوبغاړي هم شامل دي. د لوبغاړو د بولي غونډه به په کلکته کې د هندوستان په وخت د غرمې ۳:۳۰ بجې پیل شي.

افغانانو لپاره ښه خبر دا دی چې بولۍ ته وړاندې کېدونکو لوبغاړو دغې وروستۍ لېست کې ۷ نوي افغان لوبغاړي هم شامل دي، چې له محمد شهزاد پرته ټول يي ځوان لوبغاړي دي. بولۍ ته وړاندې کېدونکو لوبغاړو کې ظاهر خان، نور احمد، محمد شهزاد، نوین الحق، قیس احمد، وقار سلام‌خېل او کریم جنت شامل دي. که څه هم ډېر افغانان په دې باور ول چې دا ځل به رحمن الله گربز هم انډین پرېمیر لیگ کې ولوبېږي، خو د نوموړی نوم دغه لېست کې نه ترسترگو کېږي.

دغو لوبغاړو له جملې څخه به یوازې نور احمد  لکڼوال د ۳۰ لکه هندي کلدارو او پاتې لوبغاړي به ۵۰ لکه هندي کلدارو بنسټیزې بیې سره بولي ته وړاندې شي.

له دې وړاندې د سن رایزرز حیدر اباد لوبډله د محمد نبي او راشد خان او د کېنگز الېون پنجاب لوبډله د مجیب الرحمن د ساتلو پرېکړه کړې وه.