د اي پي ایل سوداګریز لیګ ته د بولۍ په لومړۍ ورځ ظاهر خان او نور احمد و نه پېرل شول

 د هند د سوداګریز کرکټ لیګ د قرعه کشۍ په لومړۍ ورځ دوه افغان لوبغاړي بولي ته وړاندې شول، چې د لوبډلو له خوا ونه پېرل شول او له سیالیو پاتې شول.

 د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د نړۍ د ستر سوداګریز کرکټ لیګ (آې پي ایل) بولي پيل شوه، دا بولي د هندوستان په کلکته ښار کې د افغانستان پر وخت ماسپښین دوه بجې پیل شوې وه او د ماښام تر پنځه بجو یې دوام وکړ.

 دوه افغان کیڼ لاسي لېګ برېک چېنامېن توپ اچوونکي ظاهرخان پکتین او نور احمد بولي ته وړاندې شول؛ خو د اته لوبډلو هیڅ مالک دلچسپي ونه ښوده، چې دوی وپېري.

 له دوی سره لسګونه نور باندني او هندي لوبغاړي هم له پېر څخه پاتې شول.  ۲۰۲۰ م کال کې د آې پي ایل دیارلسم پړاو کېږي، چې ۹۹۷ لوبغاړو یې بولي ته نوملیکنه کړې ده، چې له دې ډلې ۳۳۲ لوبغاړي شارټ لېسټ شوي دي، چې ۱۸۶ لوبغاړي پکې د هند کورني، ۱۴۳ باندني او ۳ لوبغاړي د دوهمه درجه هېوادونو څخه اخېستل کېږي.

 نوموړي لیګ لپاره شهزاد محمدي، قېس احمد، کریم جنت، حضرت الله ځاځي او ځېنې نورو افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې ده.  د ۲۰۲۰ م کال آې پي ایل سیالۍ د مارچ په ۲۷ مه نېټه پېلېږي، چې ممبيي لوبډله به له خپلې اتلولۍ د دفاع هلې ځلې کوي.