افغان ویاړ راشد خان د سل توپونو بولۍ ته وړاندې کېږي

د انګلستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د سلو توپونو لیګ به راروان ۲۰۲۰ م کال په انګلستان کې پیل شي او د لوبغاړو بولي یې نن د انګلستان پر وخت د ماښام په اووه بجو ترسره کېږي.
د انګستان کرکټ بورډ وایي، په دې لیګ هره لوبډله به درې، درې لوبغاړي د انګلستان له ملي لوبډلې اخلي او دوه دوه لوبغاړي د انګلستان د کلیوالو او نورو سیمو څخه اخیستل کېږي او د یو لوبغاړي کم قیمت به ۴۰ زره یورو وي او لوړ قیمت یې بیا تر یو لک یورو پورې راځي.
دې لیګ کې ۲۵ بهرني لوبغاړي هم بولۍ ته وړاندې کېږي، چې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان هم پکې دی.
انګلستان کې د ویټالیټي بلاسټ په نوم شل اوریز لیګ هم هر کال ترسره کېږي، چې له افغانستان څخه په کې راشدخان، محمد نبي او مجیب الرحمن هم په بېلابېلو لوبډلو کې لوبیږي.