دولت ځدراڼ د جنوبي افریقا په لیګ کې بولۍ ته وړاندې کېږي

خبریال: فضل رحیم رحیمي: د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی دولت ځدران به د سویلي افریقا په کوربتوب په نړیوال کرکټ لیګ کې بولۍ ته وړاندې شي.

دغه (۲۰) اوریزه سیالۍ به د روان کال په نومبر او دسمبر میاشتو کې د سویلي افریقا په (۸) بېلابېلو ښارونو کې وشي چې دولت ځدران به هم د دغو لوبو بولۍ ته وړاندی شی .

د جنوبي افریقا کرکت بورد مسولان وایی چې د بېلابېلو هیوادونو د لوبغاړو په ګډون به (۹۰) لوبغاړي په ګلوبل کرکټ لیګ کې ولوبیږی.

د ګلوبل لیګ بولۍ به د دولت ځدران په ګډون د (۱۳) هېوادونو اود سویلي افریقا (۲۰۰) کورنیو لوبغاړو ترڅنګ نن شنبه او یکشنبه (اګیسټ ۲۶ او ۲۷) نېټه ترسره شي.

په دغه لیګ کې د (۸) لوبډلو په موجودیت کې به ترټولو زیات (۳۴) لوبغاړي د پاکستان هیواد ګډون وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *