دولت ځدراڼ د بنګله دېش او هند په وړاندې په سیالیو کې ګډون نه شي کولی

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تېز باولر یا توپ اچوونکی دولت ځدراڼ د بنګله دېش او هند په وړاندې په سیالیو کې له ګډونه بې برخې شو.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، دولت ځدراڼ په هند کې د تمریني لوبې په ترڅ کې ژوبل شوی دی او ډاکترانو ورته ویلي چې لږترلږه یوه میاشت باید لوبه ونه کړي.

د کرکټ بورډ په وینا د دولت ځدراڼ زنګون ژوبل شوی او له دې کبله به د راتلونکي جون په لومړیو کې د بنګله دېش په وړاندې د افغانستان په ۳ شل اوره سیالیو کې او دغه راز د جون په نیمايي کې د هند په وړاندې په لومړنۍ ټیسلوبه کې له ګډونه پاتې شي.

دولت ځدراڼ په ځانګړي ډول په وروستي یو کال کې خپله وړتیا لا زیاته ثبابته کړې ده.

تقریباً ویل کېدای شي چې نوموړی د افغان لوبډلې یوازینی تېز باولر دی.

د دولت ځدراڼ بله ښېګڼه دا ده چې د باولینګ یا توپ اچونې ترڅنګ په بیټنګ کې هم پرې حساب کېدای شي.

ده په ځینو سیالیو کې څو څو څلوریزې یا شپږیزې وهلې دي.

د هند او بنګله دېش په وړاندې په سیالیو کې د دولت ځدراڼ نشتون د افغانستان د لوبډلې لپاره د پام وړ زیان ګڼل کېدای شي.