دولت ځدراڼ د خپلو مینه والو هرکلی وکړ| حضرت عثمان نوري

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپویشتونکی دولت خان ځدراڼ چې پخوا په ملي لوبډله کې ډېر لوبېده او په ښي لاس چټکه توپ اچونه کوي، تېره ورځ یې د ایرلینډ لوبډلې پر وړاندې په لومړۍ پنځوس اوریزه سیالۍ کې غوره توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې پیاوړي او مهم لوبغاړي یې وسوځول. په دې سیالۍ سره دولت ځدراڼ په یو ورځنېو سیالې، کې د خپلو ویکټو شمېر ۱۰۰ ته ورساوه.

دولت ځدراڼ چې د ښې توپ اچونې سربېره د پام وړ او برید کوونکې توپوهونه هم کولای شي، شېبه وړاندې په خپله فسبوک پاڼه ولیکل:
“زه له ټولو دوستانو او همکارانو مننه کوم، چې همیشه یې زه په دعاګانو کې یاد کړی یم او هم یې زما ملاتړ کړی، د همدوۍ د دعاګانو په برکت ما وکولای شول په یو ورځنیو سیالیو کې سل ویکټې واخلم. او زما کوشش به هم په آینده کې دا وي چې خپل ګران هیواد افغانستان ته ‌‌‌‌‌‌ډیر ویاړونه د کرکټ په ‌‌‌‌‌‌ډګر کې ورپه برخه کړم، دا لاسته راوړنه دې ټولو هیوادوالو ته مبارک وي.”

په افغان کرکټ ملي لوبډله کې دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، حمید حسن او فرید ملک هغه لوبغاړي دي چې چټکه او د پام وړ توپ اچونه کوي. له دوی وروسته بیا میرویس اشرف او ګلبدین نائب دوه هغه پیاوړي لوبغاړي دې چې میډیم فسټ توپ اچونه کوي. په سوکه توپ اچوونکو کې محمد نبي عیسی خیل، راشدخان ارمان، مجیب الرحمان او سمیع الله شینواری هغه لوبغاړي چې سوکه توپ اچونه کوي.