افغانستان د شل اورېزو لوبو د سیریز له ګټلو وروسته د ایرلینډ خلاف په پرانیسته یو ورځنۍ لوبه کې په پنځو ویکېټو ګټونکی شو.

د ایرلینډ ټوله لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې په ۱۶۱ منډو وسوځېده، چې د ایرلینډ د شل اورېزو لوبو لوبډلمشر پاول سټرلینګ ۸۹ منډې وکړې.

افغان لوبډله په ځوابیه پاڼۍ کې په ۴۱،۵ اورونو کې هدف ته ورسیده.

ګلبدین نایب په دوو ویکېټو او ۴۶ منډو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د نجیب الله ځدران نن د ژوند ۲۶مه کالیزه وه، چې د خپلې زیږیدنې د ورځې په ویاړ دوه سترې شپږېزې ووهلې.

اخوا چټک توپ اچونکی ۳۰ کلن دولت ځدران د درېیو ویکېټو په اخیستلو سره په یو ورځنیو لوبو کې سل ویکېټې پوره کړې، چې د محمد نبي او راشد خان وروسته درېیم افغان بالر شو، چې په دغو لوبو کې یې سل ویکېټې پوره کېږي.

او د افغان لوبډلې بریدګر کېڼ لاسي توپ وهونکی حضرت الله ځاځي د کرکټ نړیوالې شورا( ICC) په تازه د شل اورېزو لوبو د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې د ۷۱۸ نمرو سره اووم مقام خپل کړ، چې اسټرالوي ډارسي شارټ، پاکستاني فخر زمان او انګلینډي الکس هلس د حضرت څخه شاته قرار لري، خو پاکستاني بابر اعظم، نیوزیلنډي کولېن منرو، اسټرالوي ګلېن مکسویل، اسټرالوي ارون فینچ، ویسټ انډیزي ایون لېوس او هندي لوکېش راحول بیا له حضرت ځاځي څخه مخکې دي.