ثناګل ګلزار

د افغانستان ملي لوبډلې ځوان چپ لاسي چټک لوبغاړي حضرت الله ځاځي د ایرلینډ پر وړاندې په دویمه شل اوریزو سیالیو کې یو شمېر نړیوال ریکارډونه جوړ کړل.

د افغانستان کریس ګېل د یوې کریکټي خبرپاڼې (ESPNcricinfo) سره په مرکه کې ویلي چې که تر ۳۰ اورونو توپوهنې ته دوام ورکړي تر ۲۰۰ به زیاتې منډې جوړې کړي.

د ایرلینډ لوبډلې پر وړاندې د تېرې شنبې په ورځ په ۲۳مه نېټه حضرت الله ځاځی له ارون فینچ وروسته دویم نړیوال لوبغاړی شو چې په په شل اوریزو لوبو کې یې ۱۶۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، نوموړی ددې منډو جوړولو لپاره یوازې ۶۲ توپونو ته مخامخ شو.

د حضرت ځاځي په وینا چې د کرېکټ سره یې شوق هغه وخت لا زیات شو چې د افغانستان ملي لوبډله یې په ۲۰۱۰م کال کې په نړیوال جام کې ولیدله، «هغه وخت مې وغوښتل چې یوه ورځ به په ملي لوبډله کې لوبیږم».

۲۰ کلن ځاځي په ۲۰۱۸م کال کې په افغانستان غوره لیګ کې د سوکه توپ اچونکي عبدالله مزاري په یوه اور کې یې ۶ شپږیزې ووهلې او په چټکه (۱۲ توپونو) نیمه سلیزه یې د کریس ګېل ریکارډ مساوي کړ، او همدا ډول یې په یوه لوبه کې د زیاتو شپږیزو وهلو ریکارډ هم جوړ کړ.

د نوموړي په وینا چې غوښتل مې زیاتې منډې جوړې کړم، نو د هر توپ وهلو کوښښ مې کاوه، ځاځی زیاتوي چې د کریس ګېل ځانګړی مینوال یم، د نوموړي هغه لوبه چې په ۲۰۱۰م کال کې یې د سریلنکا پر وړاندې «۳۳۳» منډې جوړې کړې وې زما د بدلون راز دی.

حضرت الله ځاځی وایي: کله مې چې کریس ګیل وکوت په ټیسټ لوبه کې یې ۳۳۳ منډې جوړې کړې، ومې ویل چې یو لوبغاړی هغه وخت زیاتې منډې جوړولای شي چې چټکه توپوهنه وکړي.

د نوموړي په وینا چې زه به خپله طبیعي لوبه کوم، خو فارمیټ ته په کتلو به کوښښ کوم چې ډیر توپونه ووهم، په دې اړه د ملي لوبډلې روزونکی زما سره مرسته کوي.

د یادونې ده چې حضرت الله ځاځي د ایرلینډ لوبډلې پر وړاندې په درې شل اوریزو سیالیو کې له یو شمېر ریکارډونو سره په ۱۰۲ غوره اوسط سره ۲۱۱ منډې جوړې کړې، نوموړی د یو ورځنیو سیالیو لپاره چې سبا د پنجشنبې په ورځ پېل کیږي هم لوبډله کې شامل شوی، شونې ده د شهزاد محمدي سره یوځای توپوهنې ته ښکته شي