د افغان کریس ګیل پوره نوم حضرت الله ځاځی دی او نوموړی د ۱۹۹۸ م کال د مارچ میاشتې په ۲۳مه نېټه د شملورو وطن (پکتیا) ځاځي اریوب کې وزږېد. ځاځی د نن ورځې په ګډون شل کاله او ۲۶۱ ورځې عمر لري. حضرت الله ځاځی وړاندې له دې چې ملي ټیم ته لاره پېدا کړي، له رسنېو سره په خبرو کې ویلي وو چې ارمان لرم، څو په ملي لوبډله کې ولوبیږم. ځاځي دا هم ویلي وو: د خوښې لوبغاړی مې کریس ګیل دی او غواړم د هغه په څېر لوبي وکړم.

حضرت الله ځاځی اوپنر لوبغاړی دی او د توپوهنې انداز یې په کیڼ لاس توپوهنه ده. ځاځی فارټ ټایم توپ اچونه هم کولای شي او سلو توپ اچونه هم په کیڼ لاس کوي. د افغانستان کرکټ پر خپلې رسمي فسبوک پاڼې نوموړي ته د خپل ژوند د ۲۱ مې کليزې مبارکي ویلې ده. ځاځی

– لومړنی افغان لوبغاړی دی چې د نړیوالې شل اوریزې لوبو په يوه پاڼۍ کې يې تر ټولو زیاتې منډې کړي (‍۱۶۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړي دي.
– په شل اوریزه لوبو کې چټکه پنځوسیزه چې په ۱۲ توپونو يې ترسره کړې.
– شپږم نړیوال لوبغاړی چې په یوه اوور کې يې ۶ شپږيزې وهلي.
– د شل اوریزو نړیوالو لوبو په يوه لوبه کې تر ټولو زیاتې شپږيزې، نوموړي د ایرلنډ پر وړاندې ۱۶ شپږيزې وهلي.
– په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې د زیاتو منډو ملګرتیا چې د ایرلنډ پر وړاندې له عثمان غني سره یې په ګډه د لومړۍ ویکټې لپاره ۲۳۶ منډې جوړې کړي.

د حضرت الله ځاځي د خوښې لوبغاړی کریس ګیل دی او نوموړی وایي: کریس ګیل راته د روښانه راتلونکي لپاره غوره مشورې راکړي دي، په خپل کرکټ یې ډاډمن کړی یم او راته یې ویلي دي چې ښه لګیاه یې او همداسې دوام ورکړه. ځاځی زیاتوي چې دا زما لپاره د ویاړ خبره ده چې کریس ګیل زما کارکرده ګي ستایلې ده. په افغان لوبډله کې د حضرت ځاځي د خوښې لوبغاړی د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر محمد نبي عیسی خیل دی.