حضرت ځاځی: که کرکټر نه وای؛ ژورنالېست به وم

حضرت عثمان نوري

حضرت الله ځاځی چې په افغان کریس ګیل هم شهرت لري، د مینې مجلې په ۸۱ ګڼه کې د خیر الله پرهر هغه پوښتنې ته په ځواب کې ویلي دي چې که چېرې مو د کرکټ لوبې ته دوام نه وو ورکړی، بدیل به یې څه وو؟

ځاځی ورته وايي: که کرکټر نه وای، د ژورنالیزم په برخه کې به مې لوړو زده کړو ته دوام ورکړی و، ځکه له ژورنالیزم سره مې ډېره مینه درلوده، نو شاید یو ښه ژورنالېست وی.

ځاځي په یاده مرکه کې دا هم زیاته کړې ده کله چې افغانستان د لومړي ځل لپاره نړیوال جام ته لاره پېدا کړه، زما د کرکټ سره زیاته مینه پېدا شوه او د لومړي ځل لپاره مې کرکټ د کابل په کارته نو سیمه کې پېل کړ.

حضرت ځاځي د خیر الله پرهر دې پوښتنې ته په ځواب کې وايي: په یو اور کې شپږ شپږیزې څومره سختې او څومره خوندورې تمامې شوې؟

شپږ شپږیزې وهل ډېرې سختې وي، اسانه نه وي، خو الحمدلله زه ښه په فوم کې وم، زما اراده شپیږو ته ن هوه، چې کله مې ښه لوبه وکړه او پينځه شپږیزې مې ووهیلې او توپ اچونکي چې وروستی توپ هم راته ډېر ښه وکړ، بیا مې هم پرې شپږیزه ووهله، فکر کوم زما په پرتله به ترې مینه والو ډېر خوند اخیستی وي.

له ځاځي دا هم وپوښتل شول: څنګه دې وکولای شول چې تر ملي لوبډلې ځان ورسوې؟

لکه څرنګه چې تاسې ته څرګنده ده، ملي لوبډلې ته لار پېدا کول ډېر زحمت او ښه کرکټ غواړي او ما دا هرڅه ترسره کړل، نو الحمدلله ما دا هر څه ترسره کړل، زما هڅو ځای ونیوه او په ملي لوبډله کې راته چانس راکړل شو.

حضرت الله ځاځی چې د پکتیا د ځاځي اریوب اوسیدونکی دی او دا یم د ژوند ۲۱م سپرلی دی، د مرکې په پای کې ویلي دي، چې نوموړی یوه خور او څلور وروڼه لري، واده یې نه دی کړی، وطني خوارکونه یې د خوښې خواړه دي، زده کړې یې تر دولسم ټولګي پورې کړي، د خوښې شاټ یې مخامخ شاټ دی، چټک توپوهونکی ښه لوبولای شي او له تعصب نه زیاته کرکه لري.