سبا ورځ هند او سریلانکا د ایمرجینګ کپ سیالېو پای لوبه کوي

د ۲۰۱۹ کال د اسیا ایمرجینګ جام د سیالېو کوربتوب دوه هېوادونو وکړل،  د پاکستان کراچۍ او سریلانکا کولمبو  لوبغالو د یاد جام کوربه لوبغالي بلل کیدل.
د سریلانکا په کوربتوب د ایمرجینګ جام کرکټ لوبې وروستي پړاو ته ورسیدی، چې تېره ورځ په دوه نیمه پایلوبو کې هند د پاکستان پر وړاندې ولوبېده او پاکستان ته یې ماته ورکړ، سریلانکا بیاد د بنګلدیش پر وړاندې بریا خپله کړه او پایلوبې ته یې لار پېدا کړه.

  په یاد جام سیالېو کې ټول ټال ۸ لوبډلو شتون درولده چې په دوه ګروپونو وېشل شوي و. په “الف” ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، عمان او هندوستان ګډون لري. په “ب” ګروپ کې بیا بنګلدیش، هانګانګ، متحده عربي امارات او پاکستان شامل دي.

د یاد جام سیالۍ د روانې ډیسمبر میاشتې په ۶مه نېټه پېل شوې او د همدې میاشتې په ۱۵مه (سبا) د سریلانکا په کولمبو کې پای ته رسیږي. پایلوبې ته دوه پیاوړې لوبډلې هند او سریلانکا ووتل او سبا به یو د بل پر وړاندې خپل بخت و ازمايي.

ایمر جینګ جام پنځوس اوریزې سیالۍ دي او د کرکټ اسیايي شورا ته د لیست ای لوبو درجه لري، په دې جام سیالېو کې د ګډون کونکو لوبډلو له لورې له ۲۳ کلونو کم عمره ځوانان ګډون کولای شي.

باید وویل شي چې د تېر کال ایمرجینګ جام سیالۍ په ۲۰۱۷م کال د بنګلدیش په کوربتوب د ۸ لوبډلو په ګډون ترسره شوې وې چې پایلوبه کې سریلانکا او پاکستان ولوبېدل، سریلانکا وکولای شول چې پاکستان ته ماته ورکړي او د تېر کال اتلولي په خپل نوم کړي.