د سریلانکا ټیم د سختو امنیتي تدابیرو په منځ کې لاهور ته لاړ

تاند- د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډله نن د سختو امنیتي تدابیرو په منځ کې لاهور ته ورسېده چې د پاکستان له ملي لوبډلې سره ۳ مسابقې وکړي.

د سریلانکا لوبډله اته کاله وروسته له دې پاکستان ته ځي چې په لاهور ښار کې پرې تروریستي حمله وشوه.

د سریلانکا لوبغاړي او د لوبډلې مسوولان په داسې حال کې په یو بم ضد بس کې هوټل ته بېول شول چې سلګونو پولیسو یې ساتنه کوله.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان او سریلانکا لوبډلې نن شپه د لاهور په قذافي لوبغالي کې لومړۍ مسابقه وکړي.

په ۲۰۰۹ م کال په لاهور کې د سریلانکا پر لوبډلې په برید کې د ۵ پولیسو او ۲ ملکیانو په ګډون ۸ تنه ووژل شول او ۷ لوبغاړي او سپورتي مسوولان ژوبل شول.

له هماغې پېښې وروسته بهرنیو ټیمونو پاکستان ته سفر ودراوه او پاکستان خپلې ټولې لوبې په متحده عربي اماراتو کې کولې.

پاکستان هیله لري چې لاهور ته د سریلانکا د لوبډلې ورتګ به سبب شي چې د نورو هیوادونو لوبډلې هم پاکستان ته ورشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *