پاکستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې نن د یو ورځنېو سیالېو لړۍ پيلوي

د پاکستان په کوربه توب به د پاکستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې پنځوس اوریزه او درې شل اوریزو لوبو لړۍ نن/پنجشنبه پېل شي. د دې لړۍ لومړۍ لوبه یې نن د کابل پر وخت ماسپښین دوه نیمې بجې په کراچۍ لوبغالي کې پیلېږي.
د سریلانکا کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په لوبډله کې یې د تېر په څېر نور مشهور او پیاوړي لوبغاړي نشته او دې سیالېو ته یې زیات شمېر یې نوي لوبغاړي جذب کړي دي.

په ۲۰۰۹م کال کې چې سريلانکا لوبډلې پاکستان کې سيالۍ ترسره کولې، هغه مهال پر سريلانکا لوبډلې چې د لاهور قذافي لوبغالي ته پر لاره وه‌، يو مرګونی بريد وشو اوس د نړۍ زیاتې پیاوړې لوبډلې پاکستان ته د تګ زړه نه ښه کوي.

د سرېلانکا ځيني لوبغاړو هم څو ورځې وړاندې یاد هېواد ته له تګ انکار کړی و، خو اوس داسې ښکاري چې د سرېلانکا په لوبډله کې نوي لوبغاړي ځکه راڅرګندیږي، چې ددې لوبډلې ځیني مشهور او پخواني لوبغاړي چې پاکستان ته یې له تګ بیا بیا انکار کاوه، په خپل اقرار ولاړ دي.

پاکستان او سرېلانکا د کرکټ نړیوالې شورا څخه بشپړ غړیتوب لري او دواړه لوبډلې د نړۍ په لسو پیاوړو لوبډلو کې شمېرل کیږي.