د پاکستان کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله سریلانکا ته نه ځي
بهار سمسور
د خبرونو له مخې د پاکستاني بورډ PCBرهبري په دې فکر کې ده چې د خپلې ۱۹ کلنې کریکټ لوبډلې سریلانکا ته د سفر په اړه د خپل دولت وضاحت واخلي.
تېره اونۍ په سریلانکا کې د خونړیو چاودنو په پایله کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبه واوښته.
ټاکل شوې وه چې د روانې میاشتې په ۳۰ مه نېټه د پاکستان کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله سریلانکا ته له کوربه لوبډلې سره د سیریز لوبولو په موخه تللې وای، خو د چاودنو وروسته پاکستاني لوري سفر ځنډولی او د کوربه بورډ سره په خبرو بوخت دي.
ویل کیږي چې سریلانکايي اړخ د دې سفر د امنیت په اړه ډاډ ورکړی، خو پاکستان په وېره کې دی.
پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله د لسو پیاوړو مخکښو لوبډلو څخه شمېرل کیږي چې یو ځل یې د ورځنېو سیالېو نړیوال جام هم ګټلی دی.