اصف الرحمن امید
د ۲۰۱۷م کال اسیا جام اتله لوبډله د هندوستان په وړاندې له سختو ماتو سره مخ ده، هغه لوبډله چې د مالیزیا په کوربتوب یې پاکستان ته په پای لوبه کې ماته ورکړه، او اتلولي یې ترلاسه، اوس د هندوستان په کوربتوب په څلور اړخیزه لوبلړۍ کې ډیره د ضغف په خالت کې ده.

د افغانستان نوولس کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې لومړی د هندوستان نوولس کلنو کم عمره (ب) لوبډلې ته ماته وخوړه، افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یوازې ۱۰۶ منډې وکړې چې د یوې اتلې لوبډلې لپاره په کار نه دي.

په دویمه لوبه کې هندوستان د ۲۵۷منډو هدف په تعقیب کې افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو بیا هم ۱۶۰ منډې جوړې کړې.
او د هندوستان نوولس کلنې کم عمره (الف) لوبډلې ته د ۹۲ منډو په توپیر دویمه ستخته ماته ومنله،

دا هم د منلو ده، چې کرکټ د چانس لوبه ده، خو ولې یوه اتله لوبډله دومره د ضغف ډکه لوبه وکړي؟
دا چې څه کیسه ده، ایا لوبغاړي د اړیکو په اساس انتخاب شوي او که بله موضوع ده؟
باید د افغانستان کرکټ بورډ چیرمین او د غوري کمټې مشر دغو او دا ډول نورو پوښتنو ته ځواب ووایي.