مجیب ځدراڼ یو ځل بیا د نړیوالو په خولو کې ولوېد، دی له ۲۰۱۷ کاله تر اوسه غوره توپویشتونکی شو
حضرت عثمان نوري
د کرکټ په نړۍ کې داسې توپویشتونکي تېر شوي، چې یو ورځنیو لوبو کې یې په خورا ښه ایکانومي توپ اچونه کړې ده او کلونه کلونه یي په کرکټ راج کړی دی، پخوا له دغه نعمته افغان لوبغاړي بې برخې وو، خو اوس یې د پخوانېو ټولو لوبغادو شاه نیولې ده او ورو، ورو د یو – یو لوبغاړي تاریخي ریکارډونه ړنګوي او په بدیل کې ورته نوي ریکارډونه ږدي چې چیلنجي بڼه لري او ددې ایښودل شویو ریکارډونو ړنګونه اسان کار نه دی.
که پخوا نړیوالو په کرکټ راج کاوه، خو اوس افغان لوبغاړو هم په کرکټ راج پېل کړی دی، اوس افغان ځوان پیاوړی توپویشوتکی مجیب الرحمن چې په مجیب ځدران هم شهرت لري، له پخوانېو ټولو لوبغاړو اوس مېدان وړی دی.
په افغان کرکټ ملي لوبډله کې مجیب ځدران هغه بالر دی، چې له ۲۰۱۷ م کال څخه یې تر روان اوسه پورې غوره توپ اچونه کړې ده او د ۲۰۱۷ څخه یې د کمې ایکانومي توپ اچونې په لړکې د جدول سر نیولی دی.
راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمن او سمیع الله شینواری هغه افغان لوبغاړي دي چې د افغان کرکټ ملي لوبډله کې سوکه توپ اچونه کوي، او له سمیع الله شینواري پرته ۳ واړه افغان لوبغاړي هر وخت بوخت وي، چې د نړۍ په بېلابېلو تجارتي لیګونو کې هم په لوړ او پام لرونکو قیمتونو پیرل شوي دي.
په افغان کرکټ ملي لوبډله کې اوسمهال مجیب الرحمن د ډېر کم عمر درلودونکی لوبغاړی دی چې تجربه یې زیاته او په ډېر ښه انداز توپ اچونه کوي او په دې وروستېو کې یې د افغانانو په ګډون د بهرنېو مینه والو زړونه هم لاسته راوړي دي.