مجیب ځدراڼ مخته ځي او د انګلستان په تجارتي ليګ کې د لوبېدا لاسلیک وکړ

ثنا ګل ګلزار

دافغانستان ملي لوبډلې تر ټولو کم غمره او پیاوړی سوکه توپ اچونکي مجیب الرحمن چې په مجیب ځدراڼ هم شهرت لري، د ۲۰۱۹م کال لپاره د انګلستان د ویټالټي بلاسټ په ليګ کې د مېډلسېکس له کلب سره تړون لاسليک کړ. مجیب ځدراڼ چې د راشد خان او محمد نبي په څېر په بهرنېو لیګونو کې د لوبېدا ډېر مینه وال او رانیوونکي لري، تر شاه یې راز دا بلل شوی چې په ډېر ښه انداز توپ اچونه کوي او د لوبډلې لپاره اقتصادي توپ اچونه یې لومړیتوب بلي.

مجيب الرحمن تازه د استراليا په بيګ باش سياليو کې ولوبېد او په ۱۲ سياليو کې يې په غوره اوسط ۱۲ ويکټې واخيستې چې غوره توپ اچونه يې د ۱۶ منډو په بدل کې ۳ ويکټې وې.

له کله چې د مېډلسېکس لوبډلې نوی مشر روزونکی ټاکل شوی او په جنوري مياشت کې لارډز ته تللی دا يې لومړی تړون و چې له مجيب الرحمن سره يې وکړ.

د يادې لوبډلې مشر روزونکي سټوارټ لا ويلي: «دا ډير د خوشحالۍ ځای دی چی مجيب الرحمن زمونږ سره تړون ومانه، د هغه (مجيب) د توپ اچونې ځانګړي سټايل ته سخته ده چې توپوهونکی مخامخ شي، مجيب په يو ورځنيو لوبو کې په زړه پورې ريکارډ لري.

د ويټالټي بلاسټ سيالۍ چې د نړيوال جام څخه وروسته پېل کيږي، او افغانستان هم دغه مهال کومې سيالۍ نه لري، مجيب الرحمن به د يادې لوبډلې په ګټه ټولې سيالۍ ترسره کوي او د جولايي مياشتې په پېل کې به له لوبډلې سره يوځای شي.

مجيب الرحمن تېر ۲۰۱۸م کال په انګلستان تجارتي ليګ کې د همپشاير کلب لوبډلې سره لوبېدلی و، دده سربېره محمد نبي، راشد خان او ظاهر خان هم په ياد ليګ کې لوبيدلي دي