د ویسټ انډيز کرکټ ښځينه لوبغاړې ډينډرا ډوټين د راشد خان سياله شوه

دعوت خان

د ويسټ انډيز ښځینه کرکټ لوبډلې پیاوړې لوبغاړې ډينډرا ډوټين د کرکټ د نړيوالې شورا له لورې د ښځينه وو لوبډله کې د شل اووريزو لوبو د الراونډرانو په نوې درجه بندۍ کې د ۴۲۴ نومرو په خپلولو سره لومړي مقام ته ورسيده.

د ويسټ انډيز ښځينه وو کرکټ لوبډلې څو ورځې وړاندې د پاکستان ښځينه وو کرکټ لوبډلې ته په شل اووريزو لوبو کي ۲–۱ ماته ورکړه.

په یاد سیریز کې ډينډرا ډوټين په توپوهنه کې ۱۶۸ منډې وکړلې چې تر ټولو ډېرې شمېرل کیږي او په توپ اچونه کې بیا نوموړې د سیالو لوبډلو ۸ پیاوړي لوبغاړي يې له مېدانه بهر کړل.

هېره دې نه وي چې د نارينه وو د شل اووريزو لوبو د الراونډارنو په نړيواله درجه بندۍ باندې راشدخان راج کوي او داسې ښکاري چې ډینډرا ډوټین هم د افغان ګوګلي ماسټر راشد خان په پل پښه ږدي او د نړیوالو ریکارډونو خپلولو هڅه کوي.