د نړۍ په ۳۰ غوره فوټبال لوبډلو کې ریال ماډریډ لوبډلې لومړی مقام خپل کړ

 ــــ حضرت عثمان نوري

د فارسن فوټبال په مجله کې د نړۍ د ۳۰ غوره فوټبال کلبونو یو تفصیلي لېست خپور شوی دی چې ۳۰ لوبډلې پکې د خپلو نومونو سره ذکر شوي دي، په دې لېست کې د فوټبال په نړۍ کې د ډېرو مینه والو لوبډله چې په هر ځای کې زیات مینه وال لري او زیات وخت د لوبې په جریان کې ترې ملاتړ اعلانوي، لومړی مقام خپل کړ.

ریال ماډریډ لوبډلې وکولای شول چې په پاتې ۲۹ نورو کلبونو خپل راج وکړي، په دې سره یادې لوبډلې د خپلو مینه والو زړونه هم خوشاله کړل او ډېر زړونه یې لاسته راوړل.

د یادې مجلې له خوا په خپور شوي لېست کې بیا په دوهم مقام کې د بارسلونا فوټبال لوبډله ځای لري.

په دریم مقام کې بیا منجسټر یونایټیډ فوټبال لوبډله، په څلورم مقام کې بیا د بایرن مونیخ لوبډله، په پینځم مقام کې بیا لیورپور لوبډله، په شپږم کې مقام کې جيوونټس لوبډله، په اووم مقام کې د پاريسن جرمن لوبډله، په اتم مقام کې د چلسي لوبډله، په نهم مقام کې د منچسټر سيټي لوبډله او په لسم مقام کې بیا د آرسنال لوبډله قرار لري.