راپور: عبدالولي عمري

د پاکستان کورنی لیګ پي سي ایل نن د پاکستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کي پیلیږي.

د پاکستاني سوپر لیګ لپاره اسلام اباد، پیښور زلمي، لاهور قلندر، کراچۍ کینګز، ملتان سلطانز، او کوېټه ګلیډ لوبډلي لوبیږي.
یاد لیګ چي د څلورم پړاوو لپاره په متحده عربي اماراتو کي ترسره کیږي پیل یې اسلام اباد یونایټید او لاهور قلندرز لوبډلي د شپي پر ۱۰ بجې او ۱۵ دقیقې کوي.

اسلام اباد هغه لوبډله ده چي لمړی کال او دریم کال یې ددې لیګ اتلولۍ ته ځان رسولی، خو دوهم کال بیا پیښور زلمي لوبډلي دا لیګ خپل په نوم کړی ، اوس اتله لوبډله غواړي چي د څلورم ځل لپاره یاد لیګ خپل په نوم کړي.

د اسلام اباد سره افغان ظاهر خان پکتین، ملتان لوبډلي سره قیس احمد او د پیښور زلمي لوبډلي سره بیا وقار سلام خیل د نومونو په جدول کي راغلي، خو دا لا تر اوسه معلومه نده چي ایا افغان لوبغاړي به یاد لیګ ته زړه ښه کړي که نه.

ددې لیګ لپاره هغه لوبډلمشران ټاکل شوي چي غواړي خپله لوبډله تر بریا ورسوي، اسلام اباد لپاره محمد سمیع، د لاهور قلندر لپاره محمد حفیظ، د کراچۍ لپاره اماد وسیم، د ملتان لپاره شعیب ملک، د کویټي لپاره سرفراز احمد، او د شپږم پیښور زلمي لپاره بیا ویسټ انډیزی ډارین سامي ټاکل سوی.

د یادوني ده چي په یاد لیګ کي ۳۴ لوبي تر سره کیږي چي ۲۶ لوبي اماراتو کي او پاته ۸ لوبي بیا پاکستان کي ترسره کیږي.