د کرکټ د لوبو د ډګر بشپړه پېژندنه

لیکوال: عزت الله الفت

د کرکټ لوبغالی یوه پراخه دایروي په چمن پوښل شوې ساحه وي چې، په ۱۰۰٪ کې د ۹۹ ٪ کرکټ لوبغالو شکل دایروي وي؛ خو د ځېنو کرکټ لوبغالو ځېنې برخې وتلې وي، لکه اسټرالیا کې چې د پېرت لوبغالي یوه برخه وتلې ده او پولې یې یو ځای کې دایره غېرمنظمه کړې ده، د پېرت لوبغالي لېګ سایډ ته یا لانګ آن او مېډ وېکټ خواته څنډه لږ وتلې ده.

 د کرکټ لوبغالو اندازه تقریبا سره یو شان وي؛ خو ځېنې هېوادونه بیا یوازې پولي د فوم او رسۍ په وسیله وړاندې او وروسته کوي. د بېلګې په توګه: د ښځينه وو کرکټ لوبغاړو لپاره پولې یا بونډریانې رانږدې کېږي. د نارینه وو لپاره پولي یو څه په مناسب حالت کې وي. د اسټرالیا، انګلستان او جنوبي افریقا لوبغالو پولي نسبت نوروته اوږدې وي.

 په سوداګریزو لیګونو کې پولي یو څه نږدې کېږي، دا ځکه چې لوبې ګرمې وشي؛ شپږیزې پکې زیاتې ولوبول شي او لوبه خوند پېدا کړي.

د کرکټ لوبغالي معیاري اندازه:

د ویکپېډیا د معلوماتو له مخې د کرکټ لوبغالی له ۱۳۷ مترو څخه نیولی تر ۱۵۰ مترو پورې اوږدوالی لري، یعنې له یوې څنډې تر بلې څنډې پورې یې اوږدوالی همدومره دی. که فوټونو ته واړول شي ۱۳۷ متره بیا ۴۵۰ فوټه کېږي او ۱۵۰ متره بیا ۵۰۰ فوټونو سره سمون خوري.

د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د معیاري لوبغالي اندازه د یادې شورا د قوانینو په لړکې ۱۹ مه ماده د لوبغالي معیاري اندازې ته ځانګړې شوې ده، د دغه قانون د نولسمې مادې په لومړي بند کې راځي، چې د کرکټ لوبغالي له یوې پولي تر بلې پولي اندازه باید ۱۵۰ یارډه، چې ۱۳۷ اعشاریه ۱۶ متره کېږي وي.

 له پیچ یا ویشتنځای څخه د پولو اندازه له پیچ څخه تر بونډریانو اندازه ۶۵ یارډه وي، چې ۵۹ اعشاریه ۴۳ متره کېږي، دا د پیچ له منځنۍ برخې اندازه کېږي، خو سټرېټ یا مستقیمه پوله بیا ترډ مېن او مخامخ ته یوه اندازه وي، چې ۷۰ یارډه کېږي، که متر ته واړول شي ۶۴ متره ترې جوړېږي.

د کرکټ د لوبو ډګر

 د لوبغالي بونډریانې چې ډېرې سترې وي هغه به ۸۲ اعشاریه ۲۹ متره وي، له دې به لویې پولي نه وي. د لوبغالي د پولي او کټارې ترمنځ واټن د لوبغالي وروستۍ پوله یا بونډرۍ چې د څلوریزې او شپږیزې حساب پرې کېږي باید له کټارو، موانعو او اعلاناتو له بورډونو درې یارډه، چې ۲ اعشاریه ۷ متره کېږي لرې وي، ځکه ځېنې وختونه لوبغاړی د توپ نیولو پرمهال چټکه منډه وهي او د ځان غورځولو هڅه هم کوي، چې توپ ونیسي؛ نو باید واټن موجود وي ترڅو لوبغاړی ژوبل نه شي.

 د ټېسټ لوبې لپاره د لوبغالي اندازه:

 د ټېسټ لوبې لپاره چې یو لوبغالی جوړېږي هغه باید ټوله ۱۷ سوه متره مربع ساحه پوښښ کړي، چې دې کې د ننداره کوونکو، پارکېنګ، هوټلونه او نورې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي وي. د ټېسټ لوبو لپاره مخامخ پوله ۸۰ متره وي. ټېسټ لوبې د حوصلې او انرژۍ لوبې دي، چې د لوبغاړي حوصله، انرژي، پر وېکټ ودرېدلو یا توپ اچوونې او ډګر ساتنې وړتیاوې پکې معلومېږي. ویشتن ځای یا پېچ زیاتره پېچونه د لوبغالي په مرکزي برخه کې وي، که څه هم لوبغالی دایروي وي؛ خو پېچ بیا مستطیلي وي، پېچ باید ۲۲ یارډه، چې ۲۰ اعشاریه ۱۲ متره کېږي اوږدوالی ولري.

د پېچ سور یا پلنوالی بیا ۳ اعشاریه صفر ۳ متره وي، چې لس فوټونو سره برابر دی. د پېچ هر سرته درې وېکټې درېږي، د وېکټو پر سر دوه لرګي اېښودل کېږي، چې بېلز یا کراس ووډز ورته وایي. د کمېنټرۍ پر مهال د وېکټو تر څنګ د سټمپس کلمه هم وېکټو ته کارېږي. د پېچ هغه ځایونه چې د چونې او رنګ په وسیله پکې کرښې کښل شوي وي، کریز ورته وایي، کله چې توپ وهونکی له کرښو بیرون وي او وېکټ ساتونکی وېکټ ووهي سټمپ اوټ حسابېږي او کله چې توپ وهونکی دغه کریز یا کرښو ته نه وي رسېدلی او منډه کې اوټ شي رن اوټ ورته وایي.

 دایره او اندازه یې کرکټ لوبغالي کې دوه دایرې وي، یوه دایره پېچ سره نږدې وي، دا دایره ۲۷ اعشاریه ۴ متره وي، دا ساحه د پاور پلی او ډګر ساتونکو د محدودیت په پار جوړه شوي وي، لومړنۍ دایره باید روښانه او سپین ته ورته رنګ ولري، یعنې چمن یې باید کم او رېبل شوی غوندې وي، چې دې دایرې ته اېن فیلډ هم وايي او هغه دایره چې د چمن رنګ یې توربخُن غوندې وي، هغه ته اوټ فیلډ کلمه هم کارېږي.

دا کلمې د لوبې باراني اصولو کې ډېرې کارېږي، کله چې باران وشي او لوبڅاران د لوبغالي حالت ګوري بیا وایي چې اوټ فیلډ لوند دی او د لوبغاړو د ژوبلېدو امکانات پکې وي؛ نو لوبه بیا نو ریزلټ یا بې پایلې اعلانېږي.

 د لوبغالي لومړۍ دایره د باران پر مهال د پیچ په ګډون په ترپالونو پوښل کېږي او این فیلډ وچ ساتي. دوهمه دایره د ټول لوبغالي وي. مونږ په لیکنه کې د یارډ کلمه وکاروله، یارډ د اندازه کولو واحد دی، چې یو متر، یو اعشاریه صفر نهه یارډه کېږي.