کرکټ بورډ د کندهار د کرکټ لوبغالي د پراخولو هڅه کوي

تاند- د کندهار والي د دغه ولایت د کرکټ د لوبغالي د لا پراختیا لپاره د کرکټ بوډ د نوي عمومي رييس د هلوځلو قدرونه وکړه.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم، د کرکیټ بورډ عمومي رئیس شکر الله عاطف مشعل دوې ورځې وړاندي په کندهار کي د هند په مالي مرسته د جوړېدونکي کرکټ لوبغالي د لیدو پر مهال وویل چي دا لوبعالی د جامو بدلولو اضافي خونو (دریسنګ رومز) او د نندارچیانو د ناستې نورو زینو ته اړتیا لري.

ښاغلي مشعل وعده وکړه چي که څه هم د دې لوبغالي د جوړېدو کارونه له اصلي پلان سره سم پر مخ تللي او د پروژې ټاکل شوې بودجې ته-په پام د ډاډ وړ دی، خو ویې ویل، د کرکټ د لوبې لپاره په کندهار کي د یو داسي لوبغالیي، چي هم یې د نندارچیانو د ځایولو ظرفیت زیات وي او هم یې د جامو بدلولو خونې زیاتې وي، په کابل کې د امکاناتو د موندلو هڅه کوي.

د کرکټ بورډ رييس په خپلو خبرو کي وویل چي د دې پروژې د ډیزاین پر مهال په پام کي نیول شوي ډرېسنګ رومونه یا د لباس د بدلولو خونې او د نندارچیانو د ناستې لپاره جوړې شوې زینې لږ دي چي باید د اصلي نقشې پر درو پوړونو درې پوړه نوري هم ور زیاتي شي.

د کندهار والي ښاغلي عزیزي د کرکټ بورډ د ريیس د ژمنې د هرکلي په ترڅ کې وویل چې دا وړاندیز یې پخوا هم کړی و خو ورته توجه ونه شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *