شکر الله عاطف مشعل د افغانستان کرکټ بورډ نوی عمومي رئیس وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس د معرفۍ په غونډه کې چې د کرکټ بورډ د رسنیو په تالار کې جوړه شوې وه، د مشرانو جرګې رئیس الحاج فضل هادي مسلمیار، د مالي وزیر اکیل حکیمي، د ښارجوړونې وزیر سید سادات منصور نادري، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خان خلیل کرزی، د بورډ غړی احمدشاه سنګدل، د چارو د ادارې مرستیال نعمت الله سایر، د ولسي جرګې غړي نذیراحمد احمدزی، عبدالقادر ځاځی، اکبرستانکزی او قدرت الله الله سهاک د عدالت ګوند مشر عبدالرشید ایوبي او د لوګر ولایت د ولایتي شورا غړې نفیسه هجران برخه اخیستې وه.

د مشرانو جرګې ريیس فضل هادي مسلمیار وویل چې شکر الله عاطف مشعل د کرکټ بورډ عمومي ریاست له پاره وړ شخص ده.

2د نوموړي په خبره، د کرکټ بورډ اداره ملي اداره ده، عاطف مشعل باید د دې ادارې په پرمختګ او لا غوړیدا کې نورې هم هڅې وکړي.

ښاغلي مسلمیار د کرکټ بورډ له پخواني رییس نسیم الله دانش څخه مننه وکړه چې تر دې مهاله یې د کرکټ بورډ اداره پرمخ وړله.

2د مالي وزیر او د کرکټ بورډ غړي اکلیل حکیمي، په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره یوه ملي اداره ده چې تل یې ښې لاسته راوړنې لرلې دي، د نوموړي په خبره د دغې ادارې د عمومي ریاست له پاره درې تنه کاندیدان و چې د ازموینې په پایله کې د بورډ د ټولو غړو له لوري شکر الله عاطف مشعل د همدې ریاست له پاره وړ کس ونومول شو.

2اکلیل حکیمي وویل چې عاطف مشعل ژمنه کړې چې د مالي په زیاتوالي، د اکاډمیو او لوبغالو په جوړولو کې به ستر رول لوبوي. ښاغلي اکلیل حکیمي زیاته کړه دانش هم په خپل ځای کرکټ ته خدمت کړی د بودیجې په زیاتوالي او ملي لوبډلې د نوموړي ریاست پرمهال اتلې لوبډلې ویست انډیز ته ماتې ورکړه.

نوموړي چی د کرکټ بورډ غړو په استازولۍ خبرې کولې په پای کې یی لوبغاړو ته ډاډ ورکړ چی حکومت به په هره برخه کې ستاسو لپاره زمینه برابره وي او همکار مو دی

د ولسي جرګې غړي نذیر احمدزي په خپلو خبرو کې وویل چې د کرکټ بورډ سره د ټولو افغانانو هیلې تړلې دي او په دې هیله چې نوی رییس به د دوی هیلې او ارمانونه ورپوره کړي.

د ده په خبره شکرالله عاطف مشعل به هڅه وکړي چې د کرکټ بورډ په نړیواله او داخلي کچه نور هم نوښتونه وکړي او د دغې ادارې د پرمختګ له پاره هلې ځلې وکړي.

د غونډې په لړ کې د مالې وزارت د عامه اړیکو ریس او ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي له لوري د شکرالله عاطف مشعل د نوي عمومي ریس په توګه د جلالتماب ولسمشر اشرف غني حکم ولوست

په یاده غونډه کې د کرکټ بورډ نوي عموي رئیس شکرالله عاطف مشعل د افغانستان له جمهور ییس او کرکټ بورډ غړیو څخه مننه وکړه چې په ده یې باور وکړ او د دې ادارې د عمومي ریاست له پاره یې غوره کړ.

نوموړي وعده وکړه چې د کرکټ د لا ځلیدا له پاره به په نړیواله او داخلي کچې هلې ځلې او د دې ادارې د لا ملي کیدو له پاره به هڅې وکړي.

مشعل وویل چې د کرکټ له پاره به بنسټیز کارونه وکړي، د ده په وینا کرکټ ملي لوبه ده، نو له دې کبله باید دا اداره نوره هم ملي شي ترڅو د هېواد هر وګړی په کې ځان وویني.

مشعل زیاته کړه: (( د ملي لوبډلې له پاره د غوراوي کمیټه به خپلواکه وي او په دغه برخه کې به زه د هیچا تر فشار لاندې رانه شم، یوه خپلواکه او مسلکي د غوراوي کمیټه به جوړه کړم.))

د نوموړي په وینا، مالي شفافیت یې د اجنډا مهمه برخه ده چې په پوره توان به یې د عملي کولو له پاره کار وکړي: (( د کرکټ د لا پرمختګ له پاره به د کرکټ له کارپوهانو سره ناستې ولرم او د کرکټ بورډ ادارې د استقلالیت مهم ده او په دې اړه د ټولو همکاري غواړ م چې مرسته راسره وکړي ترڅو کرکټ له سیاسته لرې وساتو.))

د یادونې وړه ده چې شکر الله عاطف مشعل تر دې ریاست وړاندې په هېواد کې په یو شمیر مهمو دندو وظیفه اجرا کړې، لکه د لوی څارنوال د دفتر رئیس، د سیمه ییزو ارګانونو د چارو د انسجام ريیس، په ادارې امور کې د نړیوالو اړیکو د انسجام ريیس، د ټول ټاکنو د کشمیرانو د غوراوۍ کمیټې د دارلانشا ريیس، د امریکايي پوهنتون د محصلینو رییس، شپږیزه لیګ کې د کابل بازانو کرکټ لوبډلې مشر او د ولسمشر د برنامو د دفتر ريیس پاتې شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *