عزیز الله فضلي د کرکټ بورډ ريیس وټاکل شو

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني عزیزالله فضلي د کرکت بورډ د نوي رييس په توګه وټاکه.

د ولسمشر د چارو ادارې نن /چهارشنبه/ تایید کړه چې د شکر الله مشعل پر ځای عزیز الله فضلي د کرکټ بورډ ريیس ټاکل شوی دی.

له تېرو څو ورځو راهیسې اوازې وې چې شکرالله مشعل د کرکټ بورډ له مشرۍ لېرې شوی دی.

شکرالله مشعل تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.