د سریلانکا په وړاندې د افغانستان د قوت ټکي او له دې لوبې زده کړې

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اسیا هغه ټیم ته ماتې ورکړه چې پنځه ځله د اسیایي لوبو اتل شوی دی. په عربي متحد اماراتو کې سریلانکا ته د ۹۱ منډو په توپير ماتې د افغان لوبغاړو لپاره ستر ویاړ دی، په تیره بیا چې سریلانکا تازه په خپل کور کې د نړۍ د کرکټ خورا پیاوړي ټیم جنوبي افریقا ته په سریز کې ماتې ورکړې وه، یعني سریلانکا کمزوری ټیم نه دی او په تیرو نژدې شلو کلونو کې کمزوری نه و.

افغان لوبغاړي ولې په دې لوبه کې بریالي شول:

لومړی: د پیل لوبغاړو شهزاد او جنت ښه لوبه وکړه. شهزاد تیز لوبیده او ۳۴ منډې یې په ۴۷ توپونو جوړې کړې. جنت بیا نسبتا ورو لوبیده ده ۴۵ منډې په ۶۵ توپونو ترلاسه کړې. شهزاد ۵۱ دقیقې ولوبیده او جنت ۱۰۵ دقیقې. کله چې شهزاد سوځیده افغانستان په ۱۱ اعشاریه څلور اورونو کې ۵۷ منډې جوړې کړې وې چې پرته له څه شکه دا تر دوی وروسته د نورو لوبغاړو لپاره د ډاډ وړ رنزونه وو.

دوهم: د شهزاد له اوټیدو وروسته رحمت شاه راغی. رحمت شاه په یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان د ملي ټیم د ملا د تیر حیثیت لري. ده په دې پوهیږي چې څرنګه استادانه لوبه وکړي. ده تر لوبې وروسته چې کله د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کوله نو په مرکه کې یې وویل چې ماته تر لوبې مخکې کپتان او روزونکي ویلي و چې پر هغه توپ شارټ وهه چې درته جوړ شوی وي او له خطرناکه توپونو سره احتیاط کوه. رحمت شاه تل همداسې لوبه کوي د همدې لپاره وتوانیده چې ۷۲ منډې په ۱۲۸ توپونو جوړې کړي. رحمت شاه ۹۰ دقیقې په میدان کې ولوبیده، د مقابل لورې تکړه بالران یې ستړي کړل او ورو ورو یې داسې بنسټ د خپل ټیم لپاره کیښود چې تر ده وروسته راتلونکي لوبغاړي په اساني نور رنزونه جوړ کړي.

د افغانستان بیټنګ/ توپوهنه

دریم: تر رحمت شاه  او جنت وروسته کپتان اصغر په یوه منډه وسوځید او شهیدي په سړه سینه ۳۷ منډې په ۵۲ توپونو جوړې کړې. د شهیدي لوبه هم د ستایلو وه. محمد نبي ۱۵ جوړې کړې خو د دې لپاره چې توپونه لږ و او باید لوبه یې تیزه کړې وای دا ښې منډې وې. نجیب هم د کار ۱۲ منډې وکړې. ګلبدین ژر وسوځید یوازې ۴ راشد خان په ۶ توپونو ۱۳ منډې وکړې او د لوبې په وروستیو کې یې سریلانکا خورا وارخطا کړه، چې هدف ډیر لوړ نه شي. افتاب غوره کار دا وکړ چې یوه شپږیزه یې ووهله او مجیب په صفر اوټ شو.

بیټینګ:

د افغانستان بیټنګ په دې لوبه کې د تیرو ډیرو لوبو په پرتله استادانه و، که به یو تیز لوبیده بل به ویکټ ساتله، له احساساتو لرې بیټنګ افغان لوبغاړې د دې وړ کړل چې ۲۵۰ منډې هدف وټاکي.

خو که چیرته دقت ورته وشي تر رحمت شاه وروسته افغان بیټسمینانو د پخوا په څیر لږ عجله وکړه، ژر ژر وسوځیدل. کله چې نوی لوبغاړی میدان ته راځي که لږ په احتیاط ولوبیږي او وروسته له یو دوو اورونو د څلور او شپږو هڅه وکړي بیا کولی شي خو تر څو چې سیټ نه وي او شارټ وهي د اوټيدو امکان یې زیاتیږي.

د افغانستان باولینګ

باولینګ:

د باولینګ په برخه کې سریلانکا یو مخ ناکامه وه د دوی هغه غوره باولر ملینګا هم ښه ونه ځلید خو افغان باولران ډير ښه ولوبیدل، د مجیب په دوهم توپ چې مینډیس وسوځید په حقیقت کې د سریلانکا د لوبغاړو پښې ریږد واخیستې خو په دې لوبه کې یوه ډيره مهمه ویکټه محمد نبي واخیسته چې متیس یې اوټ کړ او تر هغه وروسته نو د سریلانکا  د ګټلو چانس خورا کم شو.

د سریلانکا باولینګ

له دې لوبې افغان کرکټ لوبغاړي څه زده کولی شي:

په عربي متحد اماراتو کې میدانونه دې ته جوړ نه دي چې په ۵۰ اوروه لوبو کې ډيرې منډې جوړې شي. په وروستیو کلونو کې په نوره نړۍ کې په پنځوس اورونو کې ۳۰۰ منډې په اساني جوړیږي خو په اماراتو کې سخته دي. کومه لوبډله چې تر ۲۵۰ هدف وټاکي دوهم ځل بیټنګ سخته کیږي. د دې لپاره افغان لوبغاړو ته پکار دي چې د رحمت شاه په څیر لوبه ورو کړي، ( لوز) توپ ته وګوري او پر هغه شارټ ووهي. البته د توپ بلاک کول هم ډیر ښه نه وي نو غوره ده چې یو یو رنز اخلي چې هم ویکټ خوندي وي او هم هدف لوړ شي.

له بنګله دیش سره د افغانستان راتلونکې لوبه په خپل ګروپ کې مهمه نه ده ځکه چې افغان لوبډله بلې مرحلې ته بریالۍ شوې ده خو که چیرته دا لوبه وګټي د لوبغاړو اطمینان به ورسره زیات شي. نو د همدې لپاره او په دې مهم ټورنمنټ کې د پرمختګ لپاره باید افغان لوبغاړي له بنګله دیش سره هم خپل بیټنګ ته پام زیات کړي، ورو ولوبیږي، لوز توپ ته وګوري، پارټنر شیب رامنځته کړي، احساساتي نه شي او بیړه ونه کړي. کوم څه چې له بنګالیانو سره د تیرې لوبې نه راواخلي هغه فیلډینګ دی له سریلانکا سره په فیلډنګ کې افغانانو ډيرې لږې تیروتنې وکړې.

له بنګله دیش سره که چیرته افغان لوبډله د پنجشنبې په ورځ اصولي لوبه وکړي نو د ګټې چانس یې زیات دی ځکه چې د بنګله دیش لوبډله تر سریلانکا پياوړې نه ده که څه هم سریلانکا ته یې د اسیایي جام په لومړۍ ورځ د شنبې په ورځ سخته ماتې ورکړه. که افغانستان بنګالیان مات کړي نو د الف ګروپ له دوهم ټیم سره به مخامخ شي هلته به غالبا پاکستان یا هند وي. له دغو لوبډلو سره هم که چیرته افغان بیټسمینان له صبره کار واخلي د باولنګ په ډګر کې یې ماتولی شي.