افغان نولس کلنو سریلانکا ته ماتې ورکړه

خبریال؛ فضل الرحیم رحیمي: افغان نولس کلنې لوبډلې فول ممبر لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره د نولس کلنو نړیوال جام ګټلو لپاره خپلې ارادې پخې کړې.

د نولس کلنو په نړیوال جام کې نن د افغانستان او سریلانکا لوبډلې سره مخامخ شوې.پچه سریلانکا لوبډلې وګټله او د توپ اچوني پریکړه یې وکړه.

افغان نولس کلنې لوبډلې د پنځوسو اورنو په لوبو سره د (۷) لوبغاړو په سوزیدا (۲۸۴) منډې جوړې کړې.

په توپ وهنه کې ابراهیم ځدارن (۸۶) درویش رسولي (۶۳) او اکرام علي خیل (۵۵) منډې حوړکړې.

په ځوابي توپ وهنه کې د سریلانکا لوبډلې هغه مهال چې په (۲۵) اورنو کې (۱۱۴) منډې جوړکړي وې، چې باران له امله لوبه ودرول شوه او ورپسې د ډي ایل میتود په اساس سریلانکا ته په (۳۸) اورونو کې د(۲۵۳) منډوهدف ورکړل شو.

سریلانکا لوبډلې ونشوای کړای چې هدف ترلاسه کړي او د ټولو لوبغاړ په سوزیدا سره یې (۲۰۲) منډې جوکړې او لوبه یې افغانستان ته وبایلله.

توپ اچونه کې نوین څلور، عضمت الله دوه او قیس حمد هم دوه لوبغاړي وسوزول.

افغان نولس کلنې لوبډلې د ډي ایل میتود په اساس سریلانکا ته په (۳۲) منډو ماته ورکړه.

سریلانکا لوبډلې له دې مخکې افغان لوبډلې ته په اسیایی جام کې ماته ورکړې وه ،خو دا ځل د هيواد نولس کلنې لوبډلې خپل غچ واخست.

د یادونې ده چې افغانستان له دې مخکې پاکستان لوبډلې ته هم ماته ورکړې وه او خپله بله لوبه به له ایرلینډ لوبډلې سره کوي.

که افغان لوبغاړي ایرلنډ ته ماتې ورکړي د خپلې لوبډلې د لومړي ټیم په توګه به په بل پړاو کې د مقابل ګروپ له دوهم ټیم سره مخامخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *