نیوزیلنډ یو وار بیا پاکستان ته ماتې ورکړه

تاند- د نیوزیلنډ او پاکستان د کرکټ لوبډلو ترمنځ د شل اوره سیالیو لومړۍ مسابقه نیوزیلنډ په ۷ ویکټونو وګټله.

ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې دوې نورې ۲۰ اوره سیالۍ وکړي.

د نننۍ /دوشنبه/ مسابقې پچه نیوزیلنډ وګټله او پاکستان ته یې د بیټنګ کولو بلنه ورکړه.

پاکستاني لوبغاړو ټول ۲۰ اورونه ونه لوبولی شوای. په ۱۹ اوور او ۴ توپ په داسې حال کې ټول وسوځېدل چې ۱۰۵ منډې یې کړې وې.

د پاکستان ټاپ ارډر یا پرانسیتګر لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل. په داسې حال کې چې ۷ لوبغاړي سوځېدلي ول، یوازې یې ۵۳ منډې کړې وې. هیڅ یوه جفت عدد منډې ونه کړای شوې.

خو حسن علي او بابراعظم نسبتاً ښه لوبه وکړه او د پاکستان منډې یې تر سلو واړولې.

تر دې وړاندې نیوزیلنډ له پاکستان څخه ۵ یو ورځینۍ مسابقې وګټلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *