افغان نولس کلنو نیوزیلنډ ته په ۲۰۲ منډو ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ټیم د نولس کلنو د نړیوال جام په دوهم پړاو کې کوربه هیواد نیوزیلنډ ته په ۲۰۲ منډو ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړو ۳۰۹ منډې وکړې خو نیوزیلنډ یوازې ۱۰۷ منډې وکړای شوې او ټول لوبغاړي یې په ۲۸ اوور کې وسوځېدل.

دې بري د افغانستان د نولس کلنو لوبډله د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ورسوله.

افغانستان به په نیمه پایلوبه کې له استرالیا سره مخامخ شي.

د افغانستان لپاره پرانستګرو لوبغاړو رحمت الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ په ګډه ۱۱۷ منډې وکړې.

ګوربز ۶۹ او ځدراڼ ۶۸ منډې وکړې.

بهیر شاه په ۷۲ توپونو ۶۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او عظمت الله عمرزي بیا په ۲۳ توپونو د ۷ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مټ ۶۶ منډې وکړې.

د نیوزیلنډ لپاره یوازې کېټن کلیرک او ډېل فیلیپس ۳۸ او ۳۱ منډې وکړې، نور لوبغاړي په صفر یا تر لسو په لږ منډو وسوځېدل.

په باولینګ کې د افغانستان مجیب او قیص احمد هر یوه څلور – څلور لوبغاړي وسوځول.

مجیب په ۸ اوورونو کې یوازې ۱۴ منډې ورکړې.

عمرزی د دې سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *