افغان لوبډله د ۱۹ کلنو په جام کې د ګډون لپاره نیوزیلنډ ته لاړه

تاند- د افغانستان د نولس کلنو لوبډله د نړۍ د نولس کلنو لوبډلو په جام کې د ګډون لپاره نیوزیلنډ ته لاړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې افغان نولس کلنو لوبغاړو د دغو سیالیو لپاره دوې اوونۍ تیاري ونیوله.

د کرکټ د نولس کلنو جام سیالۍ د جنورۍ په درېمه نېټه پیلېږي.

د افغانستان د نولس کلنو لوبډله به په دغو سیالیو کې د پاکستان، سریلانکا او ایرلنډ له لوبډلو سره مخامخ شي.

د نولس کلنو جام په سیالیو کې د نړۍ د ۱۶ هیوادونو تر نولس کلنو کشر لوبغاړي ګډون کوي.

د افغانستان د نولس کلنو لوبډله تېره میاشت /نوومبر/ د اسیا د نولس کلنو د اتلولۍ جام وګوټ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *