ریل مادرید د نړۍ د غوره کلپ لقب وګوټ

تاند- د هسپانیا د فوټبال کلب “ریل مادرید د شنبې په ورځ /دسمبر ۱۶/ د نړۍ د فوټبال د غوره کلب لقب خپل کړ.

ریل مادرید دا لقب د اروپا د کلبونو د پایلوبې له ګټلو وروسته خپل کړ.

د نړیوال کلب د لقب ګټلو لپاره سیالۍ په ابوظهبي کې وشوې.

د برازیل له ګرمیو لوبډلې سره پرونۍ مسابقه ریل مادرېد یو پر صفر وګټله.

دا درېیم وار دی چې د هسپانیا ریل مادرید کلب د نړۍ د فوټبال غوره کلب ګڼل کېږي.

د “ریل مادرید” لپاره یوازینی ګول کریستیانو رونالډو وواهه. نوموړی څو ورځې مخکې د ۲۰۱۷ میلادي کال د نړۍ تر ټولو ښه فوټبالر غوره شو.

“ریل مادرید” سږکال د نړۍ د غوره کلب، د اتلانو لیګ، د اروپا سوپر کپ، د هسپانیا د فوټبال لیګ او د هسپانیا سوپر کپ ګټلي دي.

له بلې خوا د لالیګا سیالیو په لړ کې نن یکشنبه بارسلونا له ديپورتیو سره لوبېږي.

دغه لوبه د کابل پر وخت د شپې ۱۲ بجې او ۱۵ دقیقې د بارسلونا په کوربه توب په نیوکمپ لوبغالي کې ترسره کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *