ریل مادرید د اروپا د فوټبال اتلولي وګټله

تاند- د هسپانیا ریل مادرید کلب د اروپا د فوټبال د اتلولۍ په پایلوبه کې د ایټالیا یوونتوس ته ۴ پر ۱ ماتې ورکړه او د دوولسم ځل لپاره د اروپا اتل شو.

ریل مادرید تېر ځل هم د اروپا اتلولي خپله کړې وه.

د ریل مادرید لپاره په شلمه او ۶۴ مه دقیقه رونالدو، په ۶۱ دقیقه کاسمیرو او په ۹۰ یمه دقیقه اسنسیو ګولونه ووهل.

د یوونتوس یوازینی ګول ماریو منزوکیچ د مسابقې په اووه ویشتمه دقیقه وواهه.

د دې لوبډلې یو لوبغاړی کوادرادو په ۸۴ مه دقیقه له لوبې وایستل شو.

رونالډ، چې دوه ګولونه یې ووهل، د پایلوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

دې دوو ګولونو د رونالډو د ګولونو شمېر ۶ سوو ته ورساوه.

دا بری د ریل مادرید د فرانسوي روزونکي زین الدین زیدان لپاره هم ویاړ و ځکه چې دا پر له پسې دوهم ځل دی چې ریل مادرید د ده تر لارښوونې لاندې د اروپا اتلولي خپلوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *