قطر د اسیا د فوټبال اتلولي وګټله

تاند- د قطر د فوټبال ملي لوبډلې، د اسیا د فوټبال د اتلولۍ په پایلوبه کې جاپان ته درې ګولونه ورکړل او د لومړي ځل لپاره یې د اتلولۍ جام وګوټ.

قطر د ۳ ګولونو په وړاندې جاپان یوازې یو ګول ووهلی شو.

د قطر ګولونه د دې لوبډلې المعز، عبدالعزیز حاتم او اګرم عفیف ووهل.

د دې لپاره چې لومړي دوه ګولونه قطر وهلي وو، توپ په نسبي ډول د جاپاني لوبغاړو په کنټرول کې و خو د دوی پاسونو نتیجه نه ورکوله.

جاپان د قطر ګول ته ۱۲ شوتونه وکړل خو یوازې یو یې په ګول بدل شو.

قطر لومړي دوه ګولونه د مسابقې په لومړۍ نیمايي کې ووهل او د جاپانیانو روحیه یې سخته خرابه کړه.

دا بری د قطر لپاره، چې د فوټبال د نړیوال جام کوربه توب ته تیاري نیسي، زیات اهمیت لري.