فرانسې د ۲۰۱۸ د فوټبال اتلولي وګټله

تاند- د فرانسې د فوټبال ملي لوبډلې په پایلوبه کې کرویشیا ته ماتې ورکړه او د ۲۰۱۸ د فوټبال نړیوال جام یې وګوټ.

دا د فرانسې په تاریخ کې دوهم ځل دی چې د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې اتلولي ګټي.

تر دې وړاندې فرانسې د ۱۹۹۸ د نړیوال جام اتلولي په داسې حال کې ګټلې وه چې دا هیواد د سیالیو کوربه و.

نن /یکشنبه/ فرانسې د کرویشیا لوبډلې ته، چې په خپل لنډ تاریخ کې د لومړي ځل لپاره پایلوبې ته وتلې وه، څلور پر ۲ ماتې ورکړه.

د دې سیالۍ لومړی ګول په ۱۸ مه دقیقه د کرویشیايي لوبغاړي په سر په خپل ګول کې ګول شو.

کرویشیايي لوبغاړو په ۲۸ دقیقه لوبه مساوي کړه خو په ۳۸ دقیقه هنډبال د فرانسې په ګټه پنالټي شو او لومړۍ نیمايي دوه پر یو پای ته ورسېده.

په پاریس کې د ایفل برج ترڅنګ په لسګونو زرو خلکو پایلوبه د تلویزیون په سترو پردو کې کتله
په پاریس کې د خلکو خوشالۍ

په دوهمه نیمايي کې کرویشايي لوبغاړو تهاجمي لوبه پیل کړه چې خوړلی ګول مجرا کړي خو د دوی له دې ریسک څخه فرانسویانو ګټه واخیسته او دوه نور ګولونه یې ووهل.

د فرانسې کلکې دفاع کرویشیايي لوبغاړي پرې نښودل چې د فرانسې ګول ته سم شوټ وکړي. خو د فرانسې د ګولکیپر یوه تېروتنه سبب شوه چې په ۶۹ دقیقه کرویشیا دوهم ګول ووهي.

تر دې وړاندې پرون /شنبه/ د درېم مقام لپاره د انګلیستان او بلجیم په سیالۍ کې بلجیم ۲ پر ۱ سیالي وګټله او درېم مقام یې خپل کړ.

د فرانسې ولسمشر