روسانو خپله لوبډله له ماتې سره سره وستایله

تاند- سره له دې چې تېره شپه د فوټبال د نړیوال جام د ګټلو لپاره د روسیې هیلې نیمه خوا شوې، خو د دغه هیواد مشرانو، عام ولس، د اپوزیسیون غړیو او فعالانو خپله لوبډله وستایله.

د روسیې لوبډله د فوټبال د نړیوال جام سیالیو په منځلوبو کې تېره شپه د کرویشیا له غښتلي ټیم سره مخامخ شوه.

سره له دې چې کرویشیا پر لوبه برلاسې وه خو روسي لوبغاړي واتونېدل چې هم د سیالۍ په ټاکلو ۹۰ دقیقو کې او هم په اضافي وخت کې لوبه ۲ پر ۲ مساوي کړي خو په پینالټي شودونو کې کرویشیايي لوبغاړي بریالي شول.

ولسمشر ولادیمیر پوتین نن /یکشنبه/ وویل، سره له دې چې د روسیې لوبډلې پر کرویشا ۳ پر ۴ وبایلله، بیا هم پر خپل ټیم ویاړي.

د کریملین ویندوی دیمیتري پیسکوف د پوتین په قول انترفکس خبري اژانس ته ویلي چې ده لوبه له لېري ولیدله او سره له دې چې روسي لوبغاړو مسابقه ونه ګټله، هغوی ورته اتلان ښکاري.

پرون /شنبه/ لومړۍ مسابقه د انګلیستان او سویډن ترمنځ وه چې انګلیستان ۲ پر صفر وګتله.

د روسیې د ۲۰۱۸ د نړیوال جام پایلوبه به د جولای په ۱۵ مه وي.