افغانستان د ایم سي سي په وړاندې خپله لوبډله اعلان کړه

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ د جولای د دیارلسمې نېټې لپاره د مریلیبون کرکټ کلب په وړاندې خپله لوبډله اعلان کړه.

په دې ۵۰ اوره سیالۍ کې د افغانستان د ۱۴ کسیزې لوبډلې کیپتاني اصغر ستانکزی کوي.

راشد خان او محمد نبي هم په لوبډله کې شامل دي.

نبي پخوا د لارډز یا ایم سي سي لپاره لوبه کړې ده.

سمیع الله شینواری، نورعلي ځدراڼ، شفیق الله شفق، ګلبدین نایب، جاوید احمدي، دولت ځدراڼ، شاهپور ځدراڼ، رحمت شاه، افسر ځاځی، ناصر جمال او فرید احمد ملک د افغانستان د لوبډلې نور غړي دي.

د افغانستان او ایم سي سي مسابقه به په هماغه پیچ وي چې د انګلیستان او جنوبي افریقا ترمنځ لومړنۍ ټیستلوبه د جولای په شپږمه پیلېږي.

د دوی د ټیسټلوبه به د جولای په ۱۰ مه پای ته ورسېږي.

د افغانستان په وړاندې د ایم سي سي لوبډله:

Brendon McCullum (C) (New Zealand), Kumar Sangakkara (Sri Lanka), Younis Khan (Pakistan), Misbah-ul-Haq (Pakistan), Shivnarine Chanderpaul (West Indies), Samit Patel (England), Chris Read (England), George Dockrell (Ireland), Chris Rushworth (England), Stuart Meaker (England) and Tim Murtagh (Ireland)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *