د افغانستان کرکټ بورډ د هانګ په وړاندې خپله لوبډله اعلان کړه

له هانګ کانګ سره د څلور ورځنۍ سیالۍ لپاره، د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري 14  کسیزه لوبډله د یوې خبري ناستې پر مهال اعلان شوه.

یاده سیالي، د روانې اکتوبر میاشتې  له ۲۰ مې تر ۲۳مې نېټې پورې په هانګ کانګ کې تر سره کېږي.

د هانګ کانک پر وړاندې د لوبډلې مشري اصغر ستانکزی کوي او په لوبډه کې؛ شبیر نوري، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه رزمتی، حشمت الله شهیدي، ناصر جمال، افسر خان ځاځی، محمد نبی عیسی خېل، راشد خان ارمان، ظاهر خان پکتین، شرف الدین اشرف، دولت ځدران او محمد یمین احمدزی ګډون لري.

همدا رنګه د یادې سیالۍ لپاره فرید احمد ملک، ګلبدین نایب او سمیع الله شینواری؛ د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *