سکاټلنډ په صحرا کپ کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه

تاند- په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ د صحرا جام په سیالیو کې نن /شنبه/ سکاټلنډ په ۲۴ منډو هانګ کانګ ته ماتې ورکړه.

سکاټلنډ په خپلو ۲۰ اوورونو کې د ۳ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۸۹ منډې جوړې کړې چې په دې ۲۰ اووریزو سیالیو کې لوړ هدف دی.

هانکانګي لوبغاړو د سکاټلنډ هدف ته د ځان رسولو ښه هڅه وکړه خو  اوورنه یې په داسي حال کې پوره شول چې ۱۶۵ منډې یې کړې وې.

د هانګ کانګ ۶ لوبغاړي وسوځېدل او په دې ترتیب دا سیالي سکاټلنډ په ۲۴ منډو وګټله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *