سکاټلنډ په ۷ ویکټونو افغانستان ته ماتې ورکړه

تاند- د نړیوال ۵۰ اوره جام د غوراوي په سیالیو کې افغانستان خپله لومړۍ مسابقه پر سکاټلنډ وبایلله.

لومړی افغانستان بیټنګ وکړ، د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې یې ۲۵۵منډې جوړې کړې.

خو هالنډي لوبغاړو ۲۵۶ هدف د ۳ لوبغاړو له سوځېدو وروسته پوره کړ او سیالي یې په ۷ ویکټونو او ۱۶ توپونو وګټله.

د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې محمد نبي وکړې. ده په ۸۲ توپونو ۹۲ منډې وکړې.

د وروستیو څو سیالیو په پرتله پرانستګر لوبغاړي محمد شهزاد ښه بیټنګ وکړ. ده په ۷۸ توپونو ۳۰ منډې وکړې.

احسان الله هیڅ منډه ونه کړه، رحمت شاه صرف ۷ منډې وکړې.

دولت ځدراڼ، چې د لوبې په وروستیو شېبو کې میدان ته راووت په ۱۶ توپونو ۱۵ منډې وکړې او ترپایه ونه سوځېد.

د دې سیالۍ کیپتان راشد خان نن نه په بیټنګ کې ښه و او نه په باولینګ کې.

Afghanistan va Scotlandده په ۹ اوورونو کې ۶۸ منډې ورکړې. خو یو لوبغاړی یې وسوځاوه.

د سکاټلنډ لومړي دوه لوبغاړي د مجیب الرحمان له لوري ژر وسوځېدل خو دوه نور (ار ډي برینګټن) او (سي ایس مک لیوډ) ښه بیټنګ وکړ او افغان باولران یې نهیلۍ ته ورسول.

مک لیوډ تر پایه ونه سوځېد او ۱۵۷ منډې یې جوړې کړې. برینګټن بالاخره راشد خان وسوځاوه خو ۶۷ منډې یې وکړې.

افغانستان په B ګروپ کې له هانګ کانګ، نیپال، زېمبابوې او سکاټلنډ سره یوځای دی. هالنډ، پاپوانیوګېني، متحده عربي امارات او ویسټ اینډيز په A ګروپ کې دي.

د افغانستان بله سیالي به د مارچ په شپږمه /چهارشنبه/ له کوربه هیواد زیمبابوې سره وي. که څه هم افغانستان په متحده عربي اماراتو کې له زیمبابوې شل اوره او ۵۰ اوره سیالۍ وګټلې خو د دې لپاره چې دا سیالي د زیمبابوې په خپل میدان کې کېږي، افغان لوبغاړي به له سخت ازموین سره مخامخ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *