د راشد او اصغر د لوبډلمشرۍ خلاف وم او یم
لیکنه: خپلواک دریځ
نن افغان لوبډلې د سکاټلینډ خلاف د نړیوال جام لپاره د غوراوي پړاو لوبو کې خپله لومړۍ لوبه وبایلله او علت یې د هغه ځوان لوبغاړي پر اوږو د کپټانۍ بوج اچول و، چا باندې چې افغان لوبډله تل لوبې ګټي، هغه ځوان چې د خپلې لوبډلې ناممکن او ډیر کم هدفونه یې دفاع کول او هیوادوالو ته یې د بریا خوښۍ ورکولې.
خو نن دا ځوان په خپلې لوبډلې کې د هغه لوبډلې خلاف تر ټولو ډېر وټکېد، چا څخه چې یې ۲۰۱۶ شل اوریز نړیوال جام کې په خپل بالینګ لوبه ګټلې وه خو نن یې ورڅخه ۹ اورونو کې ۶۸ منډې واخیستې.
دا ځوان لا د دومره لوی بار وړونکی ندی، لا یې اوږې نازکې دې او دومره دروند بوج به یې خدای ج مکړه ملا ورماته کړي. څنګه چې مخکې و باید هماغه سي پریښودل شي.
پاته شوه د اصغر خبره، منو ښه کپټان و خو ښه کپټان هلته ښه کپټان دی، چې د خپلې کپټانۍ تر څنګ ښه لوبغاړی هم و اوسي مګر دی یوازې یو کپټان او یو ډګرساتونکی و او دا کس هیڅ وخت یو بریالی کپټان نشي کېدای، ښاغلي اصغر تېرو ۸ لوبو کې یوازې ۳۸ منډې کړي. که کپټان کیږي باید حتماً له ځانه کارګردګي وښیي یوازې کپټاني مانا نلري.
محمدنبي هغه لوبغاړی چې د لوبډلې د کیلۍ حیثیت لري او لوبډله ورباندې ولاړه ده، لوبډلمشرۍ کې تجربه شوی خو هغه سخت حالت کې له دې ستر چلنج سره مخ شو، کوم چې لوبډلې کې یې هیڅ داسي لوبغاړی نه و، چې کپټان خو څه چې مینه والو دې هم ملا ورباندې تړلې وای او بیا هغه وخت کې چې له اسټرالیا، نیوزلینډ، انګلستان، سریلانکا او… لوبډلو سره د افغانستان لوبې وې.
شهزاد، راشدخان، رحمت شاه او مجیب الرحمن یې ښه مثالونه دي. چاباندې چې اوس لوبډله ولاړه ده.
ښاغلی محمدنبي په خپلې ملي لوبډلې کې د پخې تجربې سره سره د نړۍ سترو سوداګریزو لیګونو کې لوبېدلی او د هره اړخه وړ او مناسب شخص دی، که اوس ورته د افغانستان غوندې پیاوړې لوبډله په لاس ورشي، تاسې باور وکړی، چې افغان لوبډله به نوره له هره اړخه ۹۰٪ برابره لوبډله وي.