استرالیايي لوبډله د راشد خان ارماني په ارمان کې ده

ښایي د شهزاد محمدي، محمد نبي عیسی خیل او حمید حسن په شتون کې د دې ډېر کم چانس وي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان ۱۷ کلن لیګ سپینر بالر راشد ارمان دې د اسټرالیا په سوداګریزو (بیګ باش) سیالیو کې ولوبیږي، خو خبره دغسي نه ده.

د اسټرالیا د فوکس سپورټ ویبپاڼې راپور ورکړی دی چې په افغان کرکټ ملي لوبډلې کې د (ګوګلي) بال ماسټر او لیګ سپینر راشد خان ارمان اوسمهال په اسټرالیا کې د یوې مخکښې لوبډلې پام ځان ته اړولی دی.

د راپور له مخې، د اسټرالیا په کوربتوب سوداګریزو (بیګ باش) شل اوریزه کرکټ سیالیو کې د جنوبي اسټرالیا د مخکښې (ایډلیډ سټرایکرز) لوبډلې د لوړو مهارتونو مسوول ټیم نیلسن په ذهن کې د راشد ارمان نوم ګرځي ترڅو یې د انګلستاني عادل رشید په ځای خپلې لوبډلې ته جذب کړي.

د نیلسن په وینا که عادل رشید د خپلي ملي لوبډلې سره د مصروفیت له کبله له دوی سره په (بیګ باش) سیالیو کې ونه لوبیږي، نو د افغانستان ځوان لوبغاړې راشد ارمان چې په شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې یې بهترینه بالینګ وکړ د دوی له پاره غوره انتخاب دی.

ویل کیږي، چې ایډلیډ سټرایکرز لوبډله اوسمهال د یوه سپینر بالر په لټه کې ده، ترڅو د انګلستاني عادل رشید ځای ونیسي.

ښایي عادل رشید د روان کال په نومبر میاشت کې هندوستان ته د انګلستانۍ کرکټ ملي لوبډلې د سفر له کبله د روان کال په (بیګ باش) سیالیو کې د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې سره لوبې و نه کړای شي.

که څه هم ټیم نیلسن د راشد خان شینواري له بالینګ څخه ډیر متاثره شوې ده، خو په اسټرالیا کې به دا د ډیرو له پاره حیرانوونکی وي، چې د اسټرالیا په کورنیو سترو بیګ باش سیالیو کې د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې په ګټه په لوبه کې داسې لوبغاړی وویني، چې د نړیوال کرکټ ډيره کمه تجربه او نوم لري.

اسټرالوي روزونکي ټیم نیلسن بیا په دې کې زړه نا زړه دی، چې ایا په هندوستان کې کامیاب شوی بالر به د اسټرالیا په اب او هوا او پیچونو کې بریالې شي او کنه؟

د نوموړي په وینا، دهندوستان ویکټې د سپینرانو له پاره برابرې وي، خو د اسټرالیا هغه داسې نه دی، یقینا چې په نړیوال کرکټ کې د کمې تجربې لرونکي سپینر بالر ته به دا یو ستر چیلینج وي.

د یادونې وړ ده، چې راشد خان شینواري تېرکال د لومړي ځل له پاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له پاره ولوبېد، چې د هندوستان په کوربتوب ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې په ۱۱ ویکټو دویم مخکښه بالر و.

نوموړی تراوسه د افغانستان له پاره په ۱۴ نړیوالو شل اوریزه لوبو کې لوبیدلی، چې ۱۴ ویکټې یې ترلاسه کړي او په دغو ټولو سیالیو کې افغانستان بریاوې ترلاسه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *