افغان کرکټ ملي لوبډله له بریالي اروپایي سفر وروسته هیواد ته راورسیده

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن سهار ۹:۳۰ بجې کابل ته راورسیده. د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي، د اجراییوي ریاست مرستیال دوست محمد نظري، د کرکټ بورډ کارکونکو او د رسنیو له لوري د ملي لوبغاړو تود هر کلی وشو.

ملي لوبډلې په خپل بریالي اروپایي سفر کې د سکاټلنډ لوبډله ماته کړه، له ایرلنډ سره یې د نړیوالو یو ورځینیو سیالیو لړۍ برابره پای ته ورسوله او هالنډ کرکټ ملي لوبډله یې د انټرکانټیننټل کپ څلورمه سیالۍ کې له ستر توپیر سره ماته کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي وویل “زموږ ملي لوبډلې اروپا ته بریالی سفر درلود. دوه کوربه لوبډلې یې په خپل کور او امکاناتو کې ماتې کړې او له ایرلنډ سره یې د ایرلنډ په کوربه توب د نړیوالو یو ورځینیو سیالیو لړۍ مساوي پای ته ورسوله. ددغه سفر په ترڅ کې موږ نه یوازې خپلې ټاکلې موخې ترلاسه کړې بلکه د انټرکانټیننټل کپ سیالیو د نمرو جدول سر ته هم ورسیدو.”

لوبډلمشر اصغر ستانکزي وویل “زموږ لوبډله د لوبې په دواړو فارمټونو کې ښه وځلیده. پخوا هم موږ په ځانګړي ډول د ایرلنډ لوبډلې پر وړاندې لوبیدلي یو او ماتې یې هم راکړې دي خو دا ځل زموږ په لوبغاړو کې د پام وړ پرمختګ راغلی وو چې په پایله کې یې له موږ څخه په ستر توپیر ماتې ومنلې او په خپل کور کې مو د سیالیو لړۍ ورسره برابره پای ته ورسوله.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *