د افغان لوبغاړې کالو په المپیک کې توجه ځان ته واړوله

تاند- د المپیک په کلي کې د افغان لوبغاړو په تېره بیا د کیمیا یوسفي ملي کالو د تلویزیونونو او عکاسانو پام زیات ځان ته واړاوه.

کله چې افغان لوبغاړي ښکاره شول، د کمرو مخه ورواوښته.

د المپیک سیالۍ د جمعې په ورځ پیلېږي او ۱۷ ورځې دوام کوي.

د برازیل د ریو دیو جینرو د ۲۰۱۶ په المبیک لوبو کې افغانستان په دوو سپورتي څانګو کې ۳ لوبغاړي لري.

توفیق بحشي په جودو کې، کیمیا یوسفي او عبدالوهاب ظاهري په ځغاسته کې سیالي کوي.

2 2

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *