د ویست انډیز انډري رسل مين شو

که له کریکټ سره لږه مینه هم ولرئ او له ویسټ انډیز سره مو د افغان لوبغاړیو لوبه لیدلې وي؛ نو حتما به انډري رسل پېژنئ.

په دې اړه موږ څه نه لیکو چې څه ډول لوبغاړی دی او څه ډول لوبه کوي، خو د ژوند له یوه نوي رازه یې نن سرخط پرده پورته کړې ده.

خبر دا دی چې انډري رسل له ډېر پخوا راهیسې له یوې موډلې سره د مینې تار غځولی و، دغه اړيکه يو راز و، خو په دې وروستیو کې خبره تر واده ورسېده.
دوی که څه هم د ۲۰۱۴مېلادي کال په نومبر میاشت کې کوژده کړې وه، خو واده یې اوس وشو.

د ده مېرمن جیم لیورا نومېږي او هغه هم د ویسټ انډیز ده.
هاخوا په ای‌پي‌ایل کې د شاه‌رخ خان ټیم چې کلکته نایټ رایډرز نومېږي هم رسل ته د نوي ژوند مبارکي ورکړې او خوشحاله ژوند یې ورته غوښتی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *