افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالۍ کې ویست انډیز ته ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نړیوال جام ته د غوراوي په دوهم پړاو یا ۶ غوریزو کې لومړۍ مسابقه له ویست انډیز څخه په ۳ ویکټونو وګټله.

پچه ویست انډیز وګټله او لومړی یې بیټنګ وکړ. ویست انډیز د ۸ لوبغاړو په تاوان په ۴۰ اوورونو کې ۱۹۷منډې وکړې.

افغان باولرانو د لوبې په پیل کې پر ویست انډیز فشار راوست. مجیب الرحمان په دوهم توپ د ویست انډیز نامتو لوبغاړی کریس ګیل وسوځاوه.

د ویست انډیز لپاره تر ټولو زیاتې منډې ایس ډي هوپ وکړې. ده، چې په ۱۱۰ منډو ۴۳ منډې کړې وې، د مجیب الرحمان له لوري وسوځول شو.

مجیب په ۱۰ اوورونو کې ۳ لوبغاړي وسوځول او ۳۳ منډې ورکړې.

محمد نبي ۲، شرف الدین اشرف ۱ او راشد خان ۱ لوبغاړي وسوځول.

په بیټنګ کې د افغانستان لپاره تر ټولو ښه او شعودي لوبه رحمت شاه وکړه. ده ۶۸ منډې وکړې. محمد نبي هم ښه بیټنګ وکړ. ده ۳۱ منډې وکړې.

له محمد شهزاد (۱۰) او جاوید احمدي (۱) پرته نورو ټولو لوبغاړو ښه بیټنګ وکړ.

نړیوال جام ته د وتلو لپاره افغانستان باید له آیرلنډ او متحده عربي اماراتو څخه دوې پاتې مسابقې هم وګټي.