انعام د کرکټ په مینه د ورځې ۱۶ کیلومتره پلی ځي

فضل الرحیم رحیمي – د کرکټ مینې او ارمانونو دې ته اړ کړی یم چې (۱۶) شپاړس کیلومتره لاره په خپلو پښو ووهم!!.

۱۷ کلن انعام الله چې په خالص فامیلیو کې اوسیږي هره ورځ (nca) کرکټ اکاډیمۍ ته پلی ځي او راځي.

انعام د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ دی او د ناامنۍ له وجې یې خپله سیمه پرې ایښې ده.

انعام وایي شاوخوا کال کیږي چې هره ورځ سهار له کوره وځي او ټوله ورځ په اکاډیمۍ کې تیروي او ماښام بیا په خپلو پښو کورته ځي. دی وایي، دا کار له ډیرې غربیۍ څخه کوي او کله نا کله د غرمې ډوډۍ هم نه خوري همداسی وږی کورته لاړشي.

انعام، چې بیټسمین دی، وایۍ باوري دی چې د دې ټولو تکلیفونو نتیجه به یوه ورځ وویني او د افغانستان کرکټ ملي لباس به په تن کړي.

2د انعام کورنۍ نهه غړي لري. دی وایي له دومره غربیۍ سره سره مې کورنۍ تشویقوي او په دې ډاډه یم چې یوه ورځ به مې ټول ارمانونه پوره شي.»

نوموړي وایي، د خوښې لوبغاړی یې کریم خان صادق دی او له افغانستان ورورسته یې د خوښې لوبډله ویسټنډیز ده.
ما یې له دوستانو سره خبرې وکړې ټولو ویل چې له وړتیاوو ډک لوبغاړی دی خو ډیرغریب دی ځکه ورته تراوسه د چا خاص پام نه دی اوښتی.

په وروستیو کې یې راته دا هم وویل چې کور کرایه هم دا څومیاشتې کیږي چې ورباندی پاتې ده.

ده د خپلو خبرو په پای کې د (nca) له مسوولانو څخه خوښي وشوده چې له ده سره پوره پوره همکاري کوي.

له سترګو یې د بې وسۍ اوښکې روانې وې چې خبرې یې بندې بندې شوې. ما هم نورې خبرې ورسره ونه کړای شوې.