حضرت عثمان نوري
د افغانستان کریکټ بورډ رییس عزیز الله فضلي تازه څرګندونې کړي دي او په دې څرګندونو کې یې زیاته کړې ده:
– د کریکټ بورډ نوی اجرایه رییس به له نړیوال جام مخکې او یا هم لږ وروسته اعلان شي
– وړتیا په کریکټ کې اصل دی او تاسې ګورئ چې په تیرو لوبو کې مو ډیری ځوانانو ته چانس ورکړی وو
– کریکټ یوه تخنیکي لوبه ده، نظري پریکړې د کریکټ په ګټه نه دي
– هڅه کوو نړیوال جام ته لوبډله د وړتیا په اساس غوره کړو، نه له کومې بلې لارې
– ملي لوبډله له روانې ټیسټ لوبې څو ورځې وروسته جنوبي افریقا ته ځي او هلته به تمریناتي کمپ ترسره کړي
– د سوت افریقا له کمپ وروسته به د نړیوال جام لپاره لوبډله غوره شي
– نړیوال جام ته به ۱۸ یا ۱۹ لوبغاړي غوره شي چې ډیری به یې حالاتو ته په کتو وي
– خوښ یم چې حمید حسن په نړیوالو لوبو کې د افغانستان لپاره کمنټري کوي
– کورنۍ کریکټ د کریکټ اساس جوړوي نو زمونږ هڅه نوو ځوانانو ته کوردننه سیالۍ برابرول دي
پاتې دې نه وي چې افغان کرکټ ملي لوبډله اوسمهال په ټیسټ لوبه کې د ایرلنډ خلاف لږبیږي او ددې سیالۍ نن دوهمه ورځ ده، د سیالۍ له پېله افغان لوبډله برلاسې ښکاري او حالاتو ته په کتو د کرکټ مبصرینو افغان لوبډله بریالۍ بللې ده.
کرکټ بورډ وايي چې د ټیسټ سیالۍ په پای ته رسېدو به افغان لوبډله جنوبي افریقا ته ولیږي او هلته په بېلابېلو تمریناتو کمپونو کې ونډه واخلي.