عبدالولي عمري

تیز توپ اچوونکی حمید حسن یوځل بیا لوبي ته راځي

حمید حسن هغه لوبغاړی دی چي د کرکټ د مینوالو پر زړونو پاچاهي کوي، اوس یې یو ځل بیا لوبي ته مخه کړه.

حمید حسن په داسي وخت کي له افغان ملي لوبډله سره یو ځای کیږي چي د کرکټ ملګري یې په هندوستان کي د تمریناتي کمپ لوبي پیل کړي دي.
حمید حسن ددې لپاره له لوبډلي سره یوځای سو چی روزنکی یې په راتلونکو نړیوالو لوبو کي د ګډون لپاره ارزونه وکړي.

د افغان لوبډلي دا ۲۲ ورځنی کمپ یوه اونۍ وړاندي د هندوستان په بنګلور ښار کي پیل سوی دی، ددې کمپ هدف د ایرلینډ پروړاندي د سیریزونو او د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لپاره د افغان لوبډلي بشپړ چمتو والی ښیې.