حمید حسن وايي، که ښه نه شو نړیوالې لوبې پرېږدي
خبریالة فضل رحیم رحیمي – د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی حميد حسن وایي، که صحت مې ښه نشو نړیوال کرکټ به پریږدم.
حمیدحسن وایي، که روغتیا مې ښه نشوه نو دوه دری کاله ورورسته به نړیوال کرکټ پریږدم.
حمید دا هم ویلي، که یې روغتیا ښه وه کېدای شي لوبې ته دوام ورکړي. که حمید حسن د کرکټ له میدان سره مخه ښه کوي، له رییس احمدزي او نوروز منګل وروسته به درېیم افغان لوبغاړی وي چې له کرکټ سره مخه ښه کوي.
حسن له بي بي سی سره په خبرو کې ویلي چي د پخوا په پرتله اوس ډېر ښه دی خو په خبره یې نه غواړي په بشپړه توګه تر روغېدو مخکې لوبه وکړي.
حسن زیاته کړه چې ډیر ژر به ښه شي او د افغانستان په کورني کرکټ لوبو کې به برخه واخلي.
کرکټ بورد څه موده وړاندې ویلي و، که چیري د حمیدحسن صحي حالت ښه و نو د ویست انډيز پروړاندی لوبو کې به ګدون وکړي.
حمید حسن د افغانستان لپاره په یوه ورځنېو، شل اوريزو فرست کلاس ۶۶ سیالېو کې ۱۵۴لوبغاړي سوځولي دي.