د راشد ارمان په ګام روان، ارمان موسکی دی

پاکیزه ارزو –

د ورځو په حساب وي که د میاشتې دلته خامخا یو بدرنګه غږ پورته شي، دوړې شي او توره لوخړه د ښار ګردجنه هوا تیاره کړي ، چیغې شي او د سترګو په رڼېدو ټوټې، ټوټې اندامونه خواره واره پراته وي. په یوه نښه وپېژندل شي، چې د نر یا  د ښځې، د ماشوم یا د ماشومې د بدن غړی دی . په وینو لړلي اندانونو کې د ښه او بد د کافر او مسلمان توپیر نه کېږي، خو د یوې نا کړې ګونا په جرم دا اندمونه خواره واره پراته وي.

د چاودنې له غږه د غږونو پردې درنې وې او چیغې د زړه پردې پرېکوي، دا وطن د مرګونو وطن دی. دلته وحشتونه لکه ابدي مېلمانه نه ګډه کېږي. دلته موسونه رنګونه نه شیندي، دلته د باران په ځای ویني اوروي. دلته په واورین موسم کې سپني واورې په وینو رنګ وي او سیندنو د وینو رنګ اخیستی وي.

دلته ولسمشر د خپلو سرتېرو جنازو ته اوږه ورکوي او میندې هر ورځ جنازو ته ساندې کوي. لسګونه سرتورې ښځې د خپلو یتیمانو په څپېرو مخونو د اوښکو داړې وچوي. د دغه وطن لمنه د هدیرو په ګلونو ګلزاره ده او د هر قبر د شناختې رپېدلې جنډې سره لسګونه زړونه د ویر په باد رپېږي. دلته د جنګ د پای ټکی معما دی، چې د حل ټولې لارې یې په جنګ ورتمېږي، دلته د ټوپک شېپلۍ د ماشوم ذهن د کرکې په نغمو ډکې وي او د بې رحمۍ په سنته یې عاطفه ورژني.

د دغه وطن د علم په کورونو د جهل سنګرونونه اباد دي. دلته د الف انګور، ب باغ، پ پنسیل، ت تخته، په ځای، ج، جنت، چ چاودنه، ح حوره  درس  سنګرمارو ته ورزده کېږي دلته د غلیم لاس د ځوانانو د احساساتو تر هوسه رسېدلی او د قلم د پستې نوکې په ځای د ټوپک د ځېږنې خولې خبرې وزرده کوي.

دلته د دار څلی جوړ دی او د یوه انجینیر، ډاکتر او ښوونکې  تر ستونې د دار رسۍ ورتاوه شي او په اونۍ ځوړند وي او د وحشي حاکم له ویرې څوک اځ هم نه شي کولای ځکه وحشي حاکم بیا هغه هم د دار ځوړوي.

د دغه وطن په ښارونو کې فرخندو ته اور اچول کېږي، دلته رخشندې سنګارېږي. دلته عاطفه د وحشت قرباني ده او د ظلم کاسه بره ده . دلته ژوند د مرګونو کیسې دي دا کیسې رښتنې دي د افسانو خیال  نه دی چې، دا به نه منې چې د یوې مېرمنې پزه او غوږنه یې ترې پرې کړي او د یوې میندوارې مور د سوځولو  تصویر دې تصور له حده هم تېره دی.

دلته د اباسین پرې ګوتې او د ځوانۍ نړېدلې ونه د ورارو خویندو په منځ کې پرته وي.دلته نوید  د عصر یوسف دی او د ظلم په څاه کې وېردلی او زبون وهلې ناست دی.

خو؛

په دې وطن کې بعد له هر ناورینه ژوند دوام کوي په هغه لارو چې سکاره او ټوتې وجودونه پراته وي  په هغه واټونو د ژوند دوام ته  د ښار وګړي ور دورمي  او لا د ژوند کیسه ورته رنګینه ښکاري او د ژوند له رنګونو سره لوبې کوي.

د ښار جارو کښ بابا ته غږ وشي، څنګه یې؟ هغه ځواب ورکړي شکر الحمدالله ښه یم شکر په دغه حال هم شکر او ها خوا زړي پلورنکی خپل ملګري ته ډاد ورکوي چې ژوند تل یوه رنګه نه وي، خدای مهربان دی د سبا ورځ به تر نن ښه وي. دلته د مایوسۍ او خوشبینۍ ورکونکي ذات په توکل خلک ژوند کوي او هیلو د پوره کېدو په تمه دي.

دلته لا هم د تورو جامو او سپینو ټیکرو لښکرونه مات شوي نه دي او د ښوونځیو له دروازو جهل ماتونکي ډیوې وطن رڼا کوي. دلته لا هم د پوهنتونو په دورازو وار نه کېږي او لکه ګلاب، لکه غوتې داسې ارمانونه د پوهې خوشبویي شیندي.

دلته لا هم د ښارونو او کلیو په کورونو، پارکونو ، هوتلونو او دوکانونو کې د تلویزون  په کوچنۍ پردو او د راډیو په څپو د یوې لوبه ننداره وي. هر نندارچي د خپلې خوښئ د لوبې سیل کوي څوک ګول چیغې کړي او څوک چیغه کړي شپږیزاااااااااااااااااا…

دلته لا هم په کوڅو کې  شور ماشور جوړ وي ماشومان او ځوانان لوبې کوي، یو ځوان د فوټبال توپ وهي او بل پاس ورکوي  ها خوا  یوه بله نظاره وي د جال دوو غاړو ته ځوانان د والیبال توپ تر جال یوې او بلې خواته غوزځوي او  یو وار یې د بري ناره تر خولې ووځي  او نندرار چیان  لاسونه وپړکوي دا له ژونده د خوند اخیستلو  یوه خوږه نظاره وي، چې ځوانه بازو غواړي ځان جوړ کړي او سبا بیا د نړۍ په لوبغالو کې د خپل دغه زحمت ثمره وګوري.

دلته لا هم د یوې لوبې نندارې ته ولاړه یم؛ د کوڅې ماشومان یوه درنه ډیره په ولاړه دروي، د هغوی زور پرې بر نه دی، خو  ټول خپل ځواک سره یو ځای کوي او هغه درنه ډبره دروي. یوه توپ وهونکی شي  بیټ په لاسو کې ونیسي، څلور نور شاخوا ودرېږي او یوه  ته توپ په لاس کې ورکړي په اوږه یې ټک وهي. هغه توپ اچونکی توپ په لاسو کې تاوراتاو کړي او توپ وهونکي ته دا ننګونه کوي،  د راشد غوندې توپ درواچوم. نور ورته شاباسی ورکړي هلکه توپ واچوي او توپ وهونکی اوټ کړي. توپ اچونکی له خوښئ ټوپونه وهي په څپېره څېره یې دا خندا ګل غوړېږي  لاس موتی کړي وایي زه راشد ارمان یم. هو؛ دا د راشد ارمان په پل روان یوه کوچۍ ماشوم دی چې ځان ته راشد ارمان وایي او د نړۍ په میدانونو کې د لوبېدو خوبونه ویني د ماشوم په خارو لړلې جامې او څپېره موسکا  د اوسني ټولو غمونو او کړاونو  ته یو ژوند بښونکی ارمان دی.

د راتلونکې افغانستان د ارمان د لوبې ننداره مې ټوله ستړیا هېره کړه او کورته په هیله بښونکو ګامونو رهي شوم. د خوږمن زړګي شونډو ته مې د داسې یوې خوږې موسکا زیری مړاو  هیلو  ته  د پوره شوي ارمانو ارمان رابښي.

پاکیزه ارزو  

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *